تازه خبرونه
ولسمشر د کابل ښار امنیتي پلان تائید کړه
د کابل امنیتي تګلاره، چې د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او ملي امنیت لخوا جوړه شوې د ولسمشر غني لخوا تائید شوې ده.
په کابل کې له وروستیو خونړیو بریدونو وروسته ولسمشر غني امنیتي بنسټونو ته سپارښتنه کړې، چې تر لس ورځو د کابل د امنیت خوندي کولو لپاره دغه طرحه پلې شي.
د ارګ په اعلامیه کې راغلي، چې ولسمشر له پراخو بحثونو وروسته د کابل ښار امنیتي پلان په اصولو کې تائید کړ او د هغه د موثر تحقق په خاطر یې لوړپوړیو امنیتي مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د تطبیق په موخه یې تر ټاکلي وخته پر جزئیاتو کار وکړي او تر راتلونکیو لس ورځو دې د خلکو تر غوږونو ورسول شي.
د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونه، چې دغه امنیتي طرحه به په درې پړاوونو کې د کابل په زیان منونکیو سیمو کې پلې شي.
د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری وایي، دغه طرحه، چې کورنیوچارو وزارت د ملي دفاع وزارت او ملي امنیت په همکارۍ جوړه شوې؛ ولسمشر منلې او غوره لاسته راوړنې به ولري.
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي وایي؛ دغه امنیتي طرحه، چې ولسمشر تائید کړې؛ اووه لومړیتوبونه، ۵۲ اړخه لري، چې په درې پړاوونو کې به د کابل ښار پر زیانمنو سیمو پلې شي.
کابل ښاریان او پوځي کارپوهان بیا وايي، چې زیاتره تمرکز باید پر هغو کسانو وشي، چې له داخله، له دښمن سره مرسته کوي.
پوځي کارپوه محمد اګل مجاهد وایي، د هغو کسانو پېژندنه ډېره مهمه ده، چې له دښمنانو سره په داخل کې مرسته او همکاري کوي. دغه کار باید د امنیتي ځواکونو استخبارات تر سره کړي او ځواکونه ورته ځواکمن شي.
د کابل اوسیدونکی فهیم احمدي وایي، ډاډمن نه یم، چې دا طرحه پلی شي. دې کار ته باید د هېواد استخبارات ځواکمن شي.
په پلازمېنه کابل کې، چې خونړي بریدونه کیږي؛ نو له معمول سره سم امنیتي چارواکي د امنیت د ټینګولو لپاره د نویو پلانونو خبره کوي. دا، چې د کابل نوی امنیتي پلان به څومره ګټور وي او د سخت دریځو د بریدونو مخنیوی به وکړي، وخت به یې په ډاګه کړي.
خبریال: مصطفی محب
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ5 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه5 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
نړۍ1 day ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ