تازه خبرونه
ولسمشر غني: سږ کال له هېواده ښه دفاع وشوه او سخت دريځي ناکام شول
ولسمشر غني څرګندوي چې روان کال له هېواده د منظمې دفاع کال و او سږ کال سخت دریځي د ټولو امکاناتو په کارولو سره سره ناکام شول.
د هغه په وینا په افغانستان کې روانه جګړه نړیواله ده او افغانستان ته نړیوال ځانګړې پاملرنه لري. ده وویل هغه څوک چې د دغه هېواد د ورانولو هوډ لري، په خپله به نابود شي.
د لوستو ځوانانو د هڅونې په غونډه کې افغان ولسمشر وویل چې لوستي ځوانان د هېواد لویه او اغېزناکه پانګه ده. که څه هم زیاتره لوستي ځوانان بېکاره ګرځي او دولتي ادارو کې د کار زمینه ورته نه برابرېږي، خو اوس داسې هڅې روانې دي چې دغه ځوانان په دندو وګومارل شي.
ولسمشر محمداشرف غني وايي: “۱۳۹۴کال زموږ د پايښت جګړه وه، دښمنانو هڅه کوله چې حکومت او د افغانستان شتون ختم کړي، خو دا هيله به ګور ته ورسره يوسي، ۱۳۹۵کال زموږ د منظمې دفاع کال و، دښمنانو چې څه په جوال کې لرل را ويې ويستل او په هېوادوالو يې يرغل وکړ.”
ولسمشر په دې باور دی چې د نړیوالو پاملرنه به په افغانستان کې د سولې او ثبات له پاره ګټوره تمامه شي. ولسمشر وايي چې د سیمې هېوادونو تل د افغانستان له پاره سرخوږی جوړ کړی دی.
ولسمشر زیاتوي:”زموږ جګړه نړيواله ده چې موږ يې په لومړۍ کرښه کې يو او دا جګړه د حق پر باطل ده چې موږ د حق په کرښه کې يو.”
ولسمشر په حکومت کې د ننه د ستونزو یادونه هم وکړه، خو ډاډ یې څرګند کړ چې ژورو اصلاحاتو ته ژمن دی.
ولسمشر غني وايي: “دوه آسيايي قدرتونه اجماع ته رسېدلي دي چې افغانستان بايد ثبات پيداکړي، هند په ټول عمر کې له کوم هېواد سره يو ميليون ډالره مرسته نه ده کړې او چين هم دې پايلې ته رسېدلی دی چې د ورېښم لاره له افغانستان پرته شونې نه ده.”
ولسمشر ځوانانو ته ډاډ ورکړ چې تر ۲۰۱۷میلادي کال پورې به له سلو زرو لوستو ځوانانو ازموینه واخلي او زیاته برخه به یې په ادارو کې په دندو وګومارل شي.
ولسمشر محمداشرف غني زیاتوي:”د هغه دليل چې زه تر ډېره د برېښنا او اوبو په بيخ بنسټونو کار کوم دا دی چې ۵کاله وروسته به د برېښنا په صادروونکو بدل شو او که مو يو کال پرېږدي، په زرګونو ميليون ډالر به پيداکړو او که مو ۵کاله پرېږدي موږ به له هغوی سره هم مرسته وکړو.”
د اټکلونو له مخې د افغانستان ۶۵په سلو کې وګړي ځوانان دي، خو ځوان قشر ته د نه پاملرنې له کبله زیاتره په نشه يي توکو روږدي شوي او ځینې نور د اړتیا له مخې وسله والو مخالفو ډلو ته ورغلي دي.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ5 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه5 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
نړۍ1 day ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ