Connect with us

تازه خبرونه

نړیوال بانک له افغانستان سره ۶۹۱ میلیون دالرو مرسته وکړه

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان مالیې وزیر وایي، چې له افغانستان سره د نړیوال بانک ۶۹۱ میلیون دالر وړیا مرسته به د روغتیا، مخابراتو او دولتي بانکونو د وړتیاوو پر لوړولو ولګول شي.

د افغانستان مالیې وزیر اکلیل حکیمي وایي: مونږ نن د ۶۹۱ میلیون امریکایي دالرو تړون لاسلیک کړ، چې درې برخې لري؛ ۶۰۰ میلیون یې د عامې روغتیا وزارت پر روغتیایي چارو لګیږي، دوه یمه برخه یې د نوري فایبر او کاسا دیجیتل پروژه ده، چې څه نا څه ۵۱ میلیون دالر ورته ځانګړي شوي او درېیمه پروژه د۴۰ میلیون دالرو ده، چې د دولتي بانکونو د وړتیاوو پر لوړولو او معیاري کولو به ولګول شي.  د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز وایي، چې بېلې شوې پیسې به په هغو لیرې پرتو سیمو کې ولګول شي، چې روغتیايي آسانتیاوو او روغتیایي مرکزونو ته بشپړ لاسرسی په کې نیمګړی دی.

دغه راز نړیوال بانک د افغانستان د مخابراتو له برخې سره یو پنځوس میلیون دالر ژمنه شوي دالر به د نوري فایبر پر شبکه ولګیږي، چې د کاسا زر تر څنګ به دغه راز نهه ولایتونه پر نوري فایبر وتړل شي.

د مخابراتو وزیر شهزاده ګل اریوبي زیاتوي: دا کار له مونږ سره مرسته کوي، چې برښنایي حکومتولي رامنځته کړو.

دغه راز حکومت ټينګار کوي، چې دوی به د نړیوال بانک پر مرسته په دولتي بانکونو کې د وړتیاوو د لوړولو تر څنګ د کرنیزو او صنعتي پورونو ورکولو سیستمونه هم ورغوي.

د جنوبي آسیا لپاره د نړیوال بانک مرستیاله ایتل سن هاوسر وایي: د بړیوال بانک په استازیتوب باید ووایم، چې دا تر سره شوې مرسته د افغانستان د پرمختګ لپاره یو ښه پورته شوی ګام دی.

نړیوال بانک له افغانستان سره په داسې حال کې دا مرسته اعلانوي، چې د حکومتي چارواکو په خپلو تازه څرګندونو کې د نړیوالې ټولنې د مرستو له کمي یادونه شوې وه.

خبریاله:سمیرا ظفري

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!