Connect with us

تازه خبرونه

نړیواله ټولنه د افغانستان له برحقه دریځ ملاتړ کوي- غني

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2016-07-21-12h17m09s100

ولسمشرغني د حراست او ثبات شورا د مشرتابه پلاوي سره په ارګ کې د لیدنې پرمهال ویلي، چې د وارسا په ناسته کې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د نړیوالې ټولنې ملاتړ سیمې ته یو واضح پیغام درلود او هغه دا، چې د افغانستان له برحقه دریځ ملاتړ کوي او په منځمهال کې به له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د افغانستان د خلکو په خوا کې ودریږي.

ولسمشر غني زیاته کړې، چې د افغانستان متحدینو او نړیوالو همکارانو د ملي وحدت حکومت د هڅو او فعالیتونو په پایله کې د افغانستان حقانیت درک کړی او پر همدې بنسټ یې په یوه غږ د وارسا په ناسته کې د  افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل، تجهیز او روزنې له بهیر هر اړخیز ملاتړ کړی دی.

په دې ناسته کې عبدرب رسول سیاف ویلي، چې د نظام پیاوړتیا د حراست او ثبات شورا اصلي هدف دی؛ځکه د افغانستان خلک پیاوړی نظام غواړي.

هغه زیاته کړې؛ افغانان د کمزوري نظام ستونزې او یا له نظام پرته ژوند نه مني.

هغه دا هم ویلي؛ د حراست او ثبات شورا حاضره ده د ټاکنو پر مسایلو،له هېواده د دفاع، له سیمې سره د اړیکو د پراختیا، د اساسي قانون د لویې جرګې د جوړیدو او په  نورو مهمو مسایلو کې حکومت ته مشوره ورکړي.

ولسمشرغني ویلي؛ حکومت د ټاکنو تر سره کیدو ته ژمن دی او په همدې موخه دوه جلا امنیتي او مالي کمیتې جوړیږي، چې لس میلیون دالر به د دولت له بودجې د خدمتونو له پاره ځانګړي شي. 

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!