Connect with us

تازه خبرونه

نارسمي دیني مدرسې سخت دریځۍ ته پراختیا ورکوي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

AGHAZ ROOZ 21 SEP 0024.avi_snapshot_00.15_[2015.09.21_15.32.35]

د ستراتیژیکو څېړنو د انستیتیوت څېړنې ښيي؛ په افغانستان کې یو شمېر داسې نارسمي دیني مدرسې شته، چې سخت دریځۍ ته پراختیا ورکوي او حکومت هم پرې هیڅ راز څارنه نه لري.

په دې څېړنه کې راغلي، چې په دغه ډول دیني مدرسو کې د ځانگړیو شرایطو له مخې پر ملکي او پوځي موخو بریدکوونکي روزل کیږي.

د افغانستان د ستراتېژیکو څېړنو د انستیتیوت په راپور کې راغلي، چې په لس ولایتونو کې له پنځوس نارسمي دیني مدرسو څخه لیدنه شوې او د څېړنو په ترڅ کې جوته شوې، چې دا مدرسې سخت دریځۍ ته پراختیا وربښي.

په راپور کې راغلي، چې له درې سوه شپږ ښوونکیو او طالبانو سره مرکې شوي دي:

له پوښتل شویو کسانو څخه ۷۸ په سلو کې له ځانمرگو بریدونو سره مخالف دي او ۱۷ په سلو کې بیا په ځانگړیو شرایطو کې د بهرنیو پرخلاف د ځانمرگو بریدونو ملاتړي دي.

اتیا په سلو کې پرافغان سرتېرو له بریدونو سره مخالف او ۶۰ په سلو کې په دې باور دي، چې وسلوال طالبان لاسپوڅي دي؛ خو درې په سلو کې پوښتل شویو کسانو له وسلوالو طالبانو سره خواخوږي ښودلې ده.

د دغو مدرسو ۷۰ په سلو کې طالبانو ویلي که، حکومت د دیني عالمانو ویناوو ته پام ونه کړي، دوی به د نظام په وړاندې ودریږي.

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د انستیتیوت څېړونکی محمد محقق زیاتوي؛ د رپوت په بله برخه کې راغلي، چې په نارسمي دیني مدرسو کې د سخت دریځۍ ریښه له عربي هېوادونو څخه سرچینه اخلي.

دغه راز ویل کیږي، چې نارسمي شیعه دیني مدرسې د سني مدرسو په پرتله د بهر له پراخ مالي ملاتړ څخه برخمنې دي.

د پوښتل شویو دیني عالمانو او طالبانو ۸۵ په سلو کې وايي، چې له کوره بهر د ښځو له کارکولو سره مخالفت نه لري؛ خو ۳۳ په سلو کې بیا ویلي، چې په سیاسي مشارکت کې د ښځو له ونډې سره مخالف دي.

پنځوس په سلو کې پوښتل شويو کسانو له دیموکراسۍ سره مخالفت څرگند کړی دی.

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د انستیتیوت څېړونکی عبدالاحد محمدي وایي، په افغانستان کې دیارلس زره دیني مدرسې شته، چې زیاتره یې نارسمي دي او دولت پرې څارنه نه لري.

ویل کیږي، چې په یو شمېر دغو دیني مدرسو کې د سخت دریځۍ او ترهگرۍ زدکړې ورکول کیږي.

دغه انستیتیوت وايي، که حکومت دغه ډول دیني مدرسې تر خپلې څارنې لاندې ونه نیسي، هېواد به بحراني کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ولسمشر د ځانگړي فرمان له مخې به د هېواد یو شمېر امامان د حکومت له خوا رسمي شي.

خبریال: فواد ناصري.

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!