Connect with us

تازه خبرونه

ملګري ملتونه په افغانستان کې عامه وژنې وحشي کړنې بولي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ملګرو ملتونو ټولنه د ۲۰۱۸ کال په دوه وروستیو میاشتو کی د ملکي وګړیو وژنې وحشی کړنه بولي.

په افغانستان کی د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ د بشري حقونو مسووله دانیل بیل آریانا نیوز ته په خبرو کی ویلي، چی جدی هڅی کولی شي؛ د جګړې له خطره ملکي وګړي لیرې وساتي.

هغې زیاته کړې، چې یوازنۍ حل لار د جګړې په پای ته رسولو هوکړه ده.

د ملکي وګړیو د ژغورنې ادارې لاسته راوړنې ښيي، چی په وروستیو ۱۱ ورځو کی ۴۰۰ ملکي وګري وژل شوي او یا ټپیان دي.

د ملکي وګریو د ساتنې ادارې مسوول عزیز احمد تسل وایي، وژنې او چاودنې په افغانستان کې د نورو هېوادونو په پرتله ډېرې او د قربانیانو کچه یې هم پورته ده. کله، چی د وژل شویو او ټپیانو شمېر راټول شي؛ دا به وېروونکې او غونی ځیږوونکې وي.

د مدني ټولنې ریيس نعیم نظري وایي، جنګي ډلې هر ځل ملکي وګري خپله موخه ګرزوي او له بله اړخه حکومت هم ندی توانیدلی، چی د ملکي وګړیو د وژنی د مخنیوي لپاره خپل پلانونه پلي کړي.

دا، چې مسوول څوک دی او څوک ځان مسوول بولي؛ نه پټ دي او نه به خوندي پاتې شي، خو خلک امنیت غواړي. د همدغه روان حکومت په څلور کلن پېر کې له ۴۰ زره ډېر ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان دي.

د افغانستان ولسمشراشرف غني وایي، مونږ غواړو او دا توان هم لرو، چی له فاعي حالته ووځو او تعرضي حالت خپل کړو.

ملګرو ملتونو د ۲۰۱۸ کال د لومړنیو شپږ میاشتو راپور نشر کړی، چې ښيي: په دغه موده کې  ۱۶۹۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۴۳۰ کسان ټپیان دي.

ویل کیږي، چې له ۲۰۰۹ کال څخه راپدیخوا په افغانستان کې د ملکي وګړیو وژنې له یوناما سره خوندي شوې دي. 

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!