Connect with us

تازه خبرونه

مشرانو جرگې د واده قانون تایید کړ

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2015-03-31-16h45m49s196

مشرانو جرگې دواده قانون په څلور فصلونو او ۲۳ مادو کې تایید کړ.

د دغه قانون له مخې د ودونو په مراسمو کې د انحرافاتو او زیاتو لګښتونو مخنیوی کیږي او ځوانانو ته د سالمې کورنۍ د جوړیدو زمینه برابریږي.

د مشرانو جرګې د تقنین د کمیسیون رییس وویل چې د قانون له مخې په تویانه او نورو لګښتونو کې هوټلونو او خلکو ته محدویتونه ټاکل شوي او له سرغړوونکو سره به د قانون سره سم چلند کیږي.

مشرانو جرګې د سې شنبي په غونډه کې تر ډیر بحث وروسته د واده قانون تایید کړ چې له مخې یې د زوم او ناوې په کورنیو او د هوټلونو په خاوندانو یو لړ محدودیتونه لګول شوي دي.

د نشي کولاي چې په واده کې تر ۵۰۰ ډیر میلمانه ومنی، د نکریزو شپې، شریني خوري، خویش خوري، د فراغت جشن د نمانځلو محفلونه په هوټل کې نه شي تر سره کیدای. د اختري، براتي، نوروزي په نامه د کوژدن او کوژدنې د کورنیو تر منځ جبري کول منع دي. مهر له ټا کلو وروسته د ناوې ځانګړی حق دی او هیڅ څوک پرته له ناوې په دی حق کې واک نلري.

یو شمیر سنا توران بیا وایي چې باید محدودیت وضع نشي او مسایل اختیاري وي.

vlcsnap-2015-03-31-16h46m22s32

دمشرانو جرګي غړي فیصل سمیع:

“دا محدویت خصوصی سکتور ته تاون رسوي او باید اختیاري وي. هغه څوک چې توان لري که پرې فشار راوستل شي، نو په اسلام اباد او دوبي کې ودونه کوي او له هیواد د پانګي د وتلو لامل کیږی.

SENA __3

د مشرانو جرګي غړې صدیقه بلخی:

“ځوان نسل له ستونزو سره مخامخ دی، ځوان نشیي کولای چې دوه زره خلکو ته بلنه ورکړي. دا د ځوانو لپاره ستونزه جوړي او له همدې امله په قانون کې محدودیت ښه دی.”

vlcsnap-2015-03-31-16h47m43s49

د مشرانو جرګې د تقنین کمیسیون رییس خبر داری ورکوي چې که خلک او د هوټلونو خاوندان د قانون خلاف عمل وکړي، نو جزا به ورکړل شي.

د مشرانو جرګي د تقنین د کمیسیون رییس محی الدین منصف:

“هغه هوټلونه چې خلاف عمل وکړي، لومړی جریمه او ورسته به یې هوټل وټړل شي او خلک هم که له قانونه سرغړونه وکړي، د دغه قانون او نافذ قوانیو په رڼا کې جزا ورکړل شي.”

مشرانو جرګې دغه قانون په څلورو فصلونو او ۲۳ مادو کي تایید کړ او له ولسمشر څخه يې وغوښتل چې دغه قانون ژرتر ژره توشیح کړي.

خبریال: عبدالعزیز کریمی

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!