Connect with us

تازه خبرونه

مخكښو كانديدانو خپل پخواني رقيبان پر ځان ور مات كړي او يو بل ته غېږې پرانيزي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

Abdullah

جميل كرزى وايي، تر جدي څېړنو وروسته د افغانستان حالاتو ته په كتو سره ده له ډاكټر عبدالله عبدالله څخه ملاتړ وكړ.
جميل كرزى، چې د ځوانانو د پيوستون د ګوند مشري كوي، له ټاكنيزو كمپاينونو يوه ورځ مخكې په دويم پړاو ټاكنو كې خپل ملاتړ له ډاكټر عبدالله عبدالله څخه اعلام كړ.
بلخوا د ولسمشرۍ كانديد ډاكټر اشرف غني احمدزي له آريانا نيوز سره مركه كې له عبدالله عبدالله وغوښتل، چې په اسلامي مسايلو ور سره مناظره وكړي.
همدارنګه د ولسمشرۍ د لومړی پړاو ټاكنو كانديد داوود سلطان زوى له دوهم مخكښ كانديد ډاكټر اشرف غني احمدزي سره يو ځاى شو.
د تحول او تداوم له ټيم څخه د سلطان زوى ملاتړ په داسې حال كې كېږي، چې د پنجشنبې په ورځ د غبرګولي په لومړۍ نېټه به د مخكښو كانديدانو ټاكنيزې مبارزې پېل شي.
دويم پړاو ټاكنو دې ته زمينه برابره كړه، چې مخكښ كانديدان خپل پخواني رقيبان پر ځان ور مات كړي او يو بل ته غېږې پرانيزي. د تحول او تداوم له ټيم څخه د سلطان زوى ملاتړ دغه ټيم پر خپلې بريا يقين ته ور نږدې كوي.
د تحول او تداوم له ټيم سره د همغږۍ د دغې غونډې په ترڅ كې ډاكتر اشرف غني احمدزي يو ځل بيا پر ملي يووالي ټينګار وكړ.
تمه ده، چې د ولسمشرۍ د دوهم پړاو ټاكنو ټاكنيز كمپاين پر مهال به له لومړي پړاو ټاكنو څخه لوېدلي كانديدان ښايي له مخكښو كانديدانو څخه خپل ملاتړ وښيي.
تر يوې مياشتې كمه موده كې به د ولسشمرۍ دويم پړاو ټاكنې په داسې حال كې تر سره شي، چې رايه وركوونكي به د كانديدانو په غوراوي كې له ستونزو سره مخامخ نه وي.

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!