تازه خبرونه
له پاکستاني استخباراتو سره د اطلاعاتو د تبادلې هوکړه لیک کې لاسوهنه شوې
د ولسي جرګې د کورني امنیت کمیسیون غړي وايي چې د پاکستان د اي، اس ، اي سره د استخباراتی اطلاعاتو د تبادلې په هوکړه لیک کې تر لاسلیک دوولس ۱۲ ساعته وروسته ګوتې وهل شوي دي.
دوی وايي د همدې لاسوهنې له کبله د ملي امنیت د شورا او ملي امنیت د رییس تر منځ ستونزه رامنځ ته شوې ده.
دغه کمیسیون لاسلیک شوی هوکړه لیک لغوه بولي او زیاتوي چې په هوکړه لیک کې د لاسوهنې د سپیناوي لپاره به د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر غونډې ته راوغواړي، خو د ملی امنیت د شورا ویاند بیا وایي چې د ملی امنیت شورا په هوکړه لیک کې هیڅ لاسوهنه نده کړې.
د ولسي جرګي امنیتي او د نړیوالو چارو کمیسیونونو د ملي امنیت د شورا سلاکار او ملی امنیت رییس د پاکستان او افغانستان تر منځ د استخباراتی اطلاعاتو د تبادلي د هوکړه لیک په اړه ورغوښتي وو.
غونډې ته یوازې د ملي امنیت ريیس حاضر شو، خو خبري رسنیو ته د خبرو د ثبت او تصویر اخیستو اجازه ورنکړل شوه.
د تړلو دروازو تر شا له خبرو وروسته د جرګې یو شمیر غړو، د ملی امنیت د رییس له قوله وویل چې په هوکړه لیک کې له لاسلیک دوولس ساعته وروسته ګوتې وهل شوي دي.
د ولسي جرګې غړې شکیبا هاشمي:
“نبیل ۵ ثانیې هم د هوکړه لیک په اړه اطلاع نه درلود دا یو خیانت و چې تر ۱۲ ساعت وروسته بعضی مسایل په کي زیات شوي او دا د ملي امنیت د رییس مداخله وه چې د هوکړه لیک مخه یی ونیول.“
ځینو نورو ویل چې دغه هوکړه لیک د دواړو هیوادنو د استخباراتي مرستیالانو تر منځ په پټه لاسلیک شوي حکومت او حکومت نه غوښتل چې ملت خبر شي:
د ولسي جرګې غړی صالح محمد صالح:
“موږ خبر یو چې د حسام او جنرال حیان تر منځ هوکړه لیک لاسلیک شوی، دولت نه غوښتل چې څوک خبر شي. کله چې موضوع افشا شوه، نو دوی ورخطا شول او وویل چې اصلاحات راولو اصلاحات له چارسره اوس سند په اسلام اباد کې دیی.“
دولسي جرګي غړي الماس زاهد:
“پاکستان غوښتل په دي هوکړه لیک سره د ډیورند کرښه پر موږ ومني.“
که څه هم چې د ملی امنیت سلاکار حنیف اتمر غونډی ته نه وو راغلی؛ خو د ملي امنیت د رییس د خبرو پر مهال غونده سری شوه او پرمطبوعاتو سانسور وضع شو.
په غونډه کې پریکړه شوې چې د ملي امنیت سلاکار به په هوکړه لیک کې د لاسوهنې له کبله عمومي غونډې ته را غواړي.
د کورنی امنیت د کمیسیون مرستیال عبدالحی اخند زاده:
“موږ به دملي امنیت سلاکار غوندې ته وغواړو تر څو موږ ته ځواب راکړي چې ولي په دې هوکړه لیک کې بدلون راغلی او ولې یې د دغه هوکړه لیک په اړه دلچسپي درلوده چې د دواړه امنیتی ارګانونو تر منځ د جنجال لامل شوه.“
په همدې وخت کې د ملي امنیت د شورا سلاکار وایي چی دوی په دغه هوکړه لیک کی کوم مداخله نده کړی.
د ملی امنیت د شورا ویاند نجیب الله منلی:
“د ملی امنیت د شورا دنده د امنیتی بنسټونو تر منځ همغږي ده؛ خو د دغو اسنادو تخنیکی برخه دویته نه راجع کیږی او په دی هوکړه لیک هم دوی مداخله نده کړي.”
خبریالانو هڅه وکړه چې په دې هکله د ملی امنیت د رییس نظر هم تر لاسه کړي، خو ښاغلي نبیل له رسنیو سره خبرو ته حاضر نه شو.
خبریال: عبدالعزیز کریمی
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ1 day ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
لوبی1 day ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ