Connect with us

سیمه ییز خبرونه

كه د بلخ والي په راتلونكو ولسمشريزو ټاكنو كې ځان ونوموي نو ملي جبهه به ترې ملاتړ وكړي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ملي جبهې غړي خبردارۍ وركوي، چې كه په راتلونكو ولسمشريزو ټاكنو كې پراخې درغلى وشي نو افغانستان به يو ځل بيا د بحران او بې ثباتۍ په لور ولاړ شي.

د ولسمشريزو ټاكنو په رانږدي كېدلو سره د رايو جلب لپاره د سياسي گوندونو هڅې زياتې شوې دي.

له همدې سره د يو شمېر سياسي گوندونو مشرانو په مزار شريف كې غونډه وكړه.

ملي جبهې مشر احمد ضيا مسعود وايي:

كه په راتلونكو ولسمشريزو ټاكنو كې بيا هم درغلى تر سره شي نو افغانستان به يو ځل بيا د بحران او بې ثباتۍ سره لاس او گريوان شي.

بل خوا د بلخ والي عطا محمد نور وايي:

په ټول هېواد كې له سياسي گوندونو سره خبرې روانې دي، نوموړى زياتوي، چې كه په ټاكنو كې نوم وركې نوماندان د افغانستان واكمنۍ ته ځان ونوموي او د افغانستان د خلكو ستونزه هواره نشي نو دى به هم يو له هغو كسانو وي، چې ولسمشرۍ ته ځان ونوموي.

له همدې سره د ملي جبهه مشر احمد ضيا مسعود زياته كړه، كه د بلخ والي راتلونكو ولسمشريزو ټاكنو ته ځان ونوموي نو دوى به ترې ملاتړ وكړي.

ملي جبهه خبردارۍ وركوى كه يو ځل بيا د افغانستان د خلكو حق تر پښو لاندې شي نو دوى به د افغانستان خلك راټول او لوى لاريونونه به تر سره كړي.

بل خوا د بلخ والي وويل، چې د ملي جبهي په خوا كې د ده شتون په دې معنا نه دى، چې دى د ملي جبهې غړى دى ځكه چې د افغانستان د ستونزو د هوارولو لپاره ټول جهادي مشران له يو بل سره مرسته كوي.

Advertisement

سیمه ییز خبرونه

امریکا دې د بشري حقونو په اړه دوه ګوني سیاست ودروي – ترکیه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې؛ ترکیې د چارشنبې پر ورځ امریکا تورنه کړې، چې د بشري حقونو په اړه دوه ګونی سیاست پالي او وایي، چې واشنګټن د بشري حقونو کلنی راپور په غزه کې د اسرائیلو د بریدونو په غندلو کې پاتې راغلی دی.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د امریکا دې کلني راپور په غزه کې روان غیر انساني بریدونه په سمه توګه راځلولي ندي. دا راپور پر سیاسي انګیزو له بې طرفۍ او معقولیت څخه لرې چمتو شوی دی.

ترکیې له واشنګټن وغوښتل، چې د بشري حقونو په اړه دوه ګونی سیاست ودروي.

دغه راز په دې راپور کې د سوریې له کردي ملیشې سره د امریکا اړیکو ته هم ګوته نیول شوې، چې انقره یې یوه ترهګر ډله ګڼي.

په غزه کې د روغتیايي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ اسرائیلي ځواکونو له ۳۴ زره ډېر فلسطینیان وژلي، چې ډېر یې ملکيان او ماشومان دي. دا سیمه پر کنډواله بدله شوې او د خوراکي توکو سخت کمښت د قحطۍ وېره راپارولې ده.

اسرائیلو د اکټوبر پر اوومه د حماس د وسله‌والې ډلې د هغه برید په ځواب کې خپل هوایي او ځمکني بریدونه پیل کړل، چې د اسرائیلي ځواکونو د څرګندونو له مخې په کې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول.

ترکیې په غزه کې د جګړې له کبله اسرائیل غندلی او د اوربند غوښتنه یې کړې ده.

ترکیې پر لویديځو هېوادونو هم نيوکه کړې، چې له اسرائيلو يې بشپړ ملاتړ کړی دی.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د غزې په شمال کې د قحطۍ خطر ډېر دی

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۳)

د بشري چارو لپاره د امریکا ځانګړي استازي د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې اسرائیلو په وروستیو اوونیو کې غزې ته د مرستو رسولو لپاره د پام وړ ګامونه پورته کړي؛ خو د پام وړ کار پاتې دی، ځکه په دې سیمه کې د قحطۍ خطر ډېر دی.

د بشري چارو لپاره د امریکا ځانګړي استازي ډېوېډ سټېټرفیلډ خبریالانو ته ویلي، اسرائیلو په دې وروستیو دوه نیمو اوونیو کې د پام وړ ګامونه پورته کړي دي.

ډېوېډ سټېټرفیلډ څرګنده کړې: اوس هم د پام وړ کار پاتې دی، چې باید ترسره شي؛ خو پرمختګ شوی دی.

هغه ویلي، چې په ټوله غزه کې په جګړي توګه شمالي سیمې د قحطۍ له ډېر خطر سره مخ دي.

نوموړي ویلي، چې د فلسطین په کوچنۍ ګڼ میشته سیمه کې له اړو خلکو سره مرستې ته اوس ډېره اړتیا ده.

ملګرو ملتونو له اوږده وخت راپدیخوا په غزه کې د مرستې رسولو او د هغې د وېشلو په لار کې له خنډونو څخه اندېښنه ښودلې او څرګنده شوې، چې له تېرو شپږ میاشتو راپدیخوا د اسرائیلو لخوا د غزې د واکمنې اسلامي وسله‌والې ډلې حماس پر ضد هوايي او ځمکني بریدونه ترسره تر سره کیږي.

د اسرائیلو پوځي کمپاین د اکتوبر له میاشتې راپدیخوا، چې حماس د اسرائیلو په سویل کې جګړه پیل کړه، چې له کبله یې د بشري ناورین ترڅنګ د ۲ اعشاریه ۳ میلیون خلکو کورونه له ځمکې سره اوار شوي دي.

د ملګرو ملتونو د فلسطیني کډوالو ادارې (UNRWA) مشر فیلیپ لازاریني د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې د اپریل پرپرتله غزې ته د تلونکو لاریو منځنی شمېر د ورځې ۳۱۶ ته لوړ شوی دی.

ویل کیږي، چې اوس کثافاتو راټولولو ته پاملرنه ډېره شوې او هڅه کیږي، چې په سویلي غزه کې د ناروغیو د خپریدو مخه ونیول شي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۳, ۱۴۰۳)

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي نن سهار ( دوشنبه د غویی درېیمه) د یوه لوړ پوړي سیاسي او اقتصادي پلاوي پر مشرۍ د پاکستان پلازمېنې اسلام‌آباد ته ورسېد.

د ایران اړوند رسنیو خبر ورکړی، چې دغه درې ورځنی سفر به د پاکستان له لوړ پوړو چارواکو سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا، د دوه اړخیزو خبرو اترو او سیمه‌ییزو سلا‌مشورو په پام کې نیولو سره ترسره شي.

ټاکل شوې، چې د ایران ولسمشر به په دې سفر کې د دغه هېواد له ولسمشر اصف علي زرداري سره هم وګوري.

دغه راز د ایراني رسنیو د څرګندونو له مخې؛ پاکستان ته د ایران د ولسمشر د سفر پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د دواړو هېوادونو د مشرانو په حضور کې د سوداګرۍ، روغتیا، اقتصاد، امنیت او عدالت په برخو کې د اړدوند وزیرانو له‌خوا د همکاریو یو شمېر سندونه لاسلیک شي.

دا سفر د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ایران له برید او د ایران په سیستان او بلوچستان ایالت کې د پاکستان له ځوابي بریدونو یوازې درې میاشتې وروسته رامنځته شوی دی.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!