Connect with us

تازه خبرونه

عرفان: د ټاکنو له پروسې بهر د حکومت د جوړښت پر سر هوکړه پر اساسي قانون لوی ګزار دی

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

parliament

ولسي جرګه د ولسمشری نوماندانو تر منځ د ملی وحدت حکومت د جوړېدو پر سر د احتمالی توافقاتو د لاسلیک  ملاتړ کوي.

د دغی جرګی غړی وایی  د ولسمشری نوماندانو تر منځ د ملی وحدت حکومت د جوړېدو ټرون یو شمیر موارد د اساسی قانون سره په ټکر کی دی  خو دوی شرایطو ته په کتود دغه هوکړی هر کلی کوی .

د ټاکنیزو جنجالونو او د ملی وحدت  د حکومت پر سر د دواړو نوماندانو تر منځ په وار وار خبری اتری شوې دي که څه هم وېل کېږی دوی یوی پرېکړې ته نږدې شوي دي خو  وروستي توافق ته اوږده  لاره پاتی ښکاري.

د ولسي جرګې اداري پلاوی وایی، چی د افغانستان اوسني شرایطو ته په کتو د دواړنوماندنو د هوکړې پر رسېدو ملاتړ کوي.

د ولسي جرګې منشي عرفان الله عرفان وایی، د ټاکنو له پروسی بهر د نوماندانو تر منځ د حکومت د جوړښت پر سر هوکړه  پر اساسي قانون او ډیمو کراسۍ لوی ګزار دی.

همداراز د ولسي جرګې غړی غلام فاروق مجروح د ولسمشری له نوماندانو غواړي، چي  باید د ملی یوالي د حکومت پر جوړېدو خپلی ژمنی په عمل کی پلی کړي، خو کی دوی پر خپل ژمنو بیا عمل و نکړي ښایی حکومت یی تر شپږ میاشتو دوام و نکړي.

تېره ورځ‌ ولسمشر حامد کرزي له دواړو کاندیدانو سره په جلا جلا کتنو کې د ټاکنیزې لانجې د غوڅولو غوښتنه کړې او د عالمانو شورا هم هېواد له اوسني کړکېچه د وتلو لپاره د دواړو کاندیدانو موافقه اړینه بللې وه.‌

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!