تازه خبرونه
عبدالعلي محمدي: ولسمشر مې دنده د بهرنيو فشارونو له امله وځنډوله
د ولسمشر پخوانی حقوقي سلاکار عبدالعلي محمدي وايي چې ولسمشر د بهرنیانو د فشارونو له امله د سمارت سېټي ښارګوټي تړون فسخه او د نوموړي دنده یې وځنډوله.
نوموړي دا څرګندونې د ولسي جرګې په استجوابیه غونډه کې وکړې او زیاته یې کړه چې د ښارجوړونې وزارت پرته له دې چې له دوی سره مشوره وکړي د خلیل الله فيروزي او نبي زاده وردګله ساختماني شرکت سره یې تفاهم لاسلیک کړی.
د ښار جوړونې وزیر د هغه دا ادعا رد کړه او ویې ویل چې د ښاعلي محمدي د مکتوب پر اساس یې دغه تفاهم لیک لاسلیک کړي دي.
ولسي جرګې دسمارټ سېټي ښارګوتي د قرارداد د څرنګوالي په موخه چې د کابل بانک په قضیه کې د محکوم خلیل الله فيروزي سره لاسلک شوی، د ماليې،ښارجوړوني وزیران، د ولسمشر حقوقی سلاکار چې دنده یې ځنډول شوې او د کابل بانک د تصفیې د کمیسیون غړي استجواب کړل.
د ولسي جرګې غړيو اړوند چارواکې تورن کړل چې د قانون خلاف یې د کابل بانک په قضیه کې له محکوم خلیل فيروزي سره د دغه ښارګوټي د جوړېدو تړون لاسلیک کړی دی. خو ځینې نور بیا د پورونو د ترلاسه کولو له پاره دا اقدام ستایي او وايي چې د قضیې تر شا سفارتونه لاس لري او قضیه جنجال ته بیایی.
د ولسي جرګې غړې ناهید فرید وايي: “د قانون پر اساس څوک چې پوروړي وي پرته د هغه شخصي کور نور ټول جایداونه يېاخیستل کېږي تاسو ددې پرځای چې دهغه ځمکه ونسئ له هغه سره تړون لاسلیک کوئ. “
د ولسي جرګې غړی همایون همایون بيا وايي:”دغه اقدامات د حسن نیست په موخه شوي یو شمېر سفارتونو وکیلانو ته دنده ورکړې چې قضیه خرابه کړي ترڅو د ا مسله نوره هم جنجالي شي.”دولسمشر پخواني حقوقي سلاکار عبدالعلي محمدي وويل چې ولسمشرد کابل بانک د تورنو څخه د پیسو د ترلاسه کولو له پاره کمیسیون جوړ کړ او یوازينۍ موخه يېله تورنو څخه د پورونو ترلاسه کول و چي دتړون له مخې په سلو کې پنځوس د خلیل الله فيروزي پورونه ترلاسه کېدل، خو نوموړي وویل چې ولسمشر د بهرنیانو د فشار له امله د نوموړي دنده تعلیق او د ښارګوټي قرارداد یی فسخ کړ.”
عبدالعلی محمدي د ولسمشرپخوانی حقوقی سلاکار وايي: “کله چې قرارداد فسخ اعلام شو ولسمشر ته نږدي چارواکې ماته وویل چې قضیه د رسینو او بهرنیانو له اعتراضونو سره مخامخ شوې ته باید استعفا ورکړې ځکه زموږ زور نه ورته رسېږي. او بیا زما د دندې د ځنډېدوله پاره پر ولسمشر زور اوفشار واچول شو.”همدارازاښاغلي محمدي وویل چې نوموړی د ښارګوټي په اړه هېڅ راز امر نه دی صادرکړی یوازې د کابل بانک د تصفیې د کمېسیون له لارې د ښارجوړونې وزارت ته مکتوب لېږي خو د ښار جوړوني وزارت د دغه ښارګوټي د تفاهم په اړه له هغه سره سلا مشوره نه ده کړې او د ښار جوړونې وزیر بیا د نوموړي دا ادعا رد کړه. “د ښار جوړونې وزیر سیدسعادت منصور نادري وايي: “ښارجوړوني وزارت ته رسمِ مکتوب راغلی تړون لاسلیک شوی و موږ یوازېتفاهم لاسلیک کړ او موږ ته د عبدالعلي له خوا په مکتوب کې ویل شوي و چې دښارګوټي د جوړېدو اجازه راکړل شوې وه.”خو د ماليې وزیر بیا وویل چې دماليې وزرات د ښارګوټي او د کابل بانک په قضیه کې ښکېل نه دی او هېڅ مسولیت نه لري.
دمالیې وزیر اکلیل حکیمي وايي: “د ماليي وزیر د کابل بانک د قضیي او د ښارګوټي د جوړېدو په اړه هېڅ مسولیت نه لري دا مسولیت دویته نه متوجه کېږی.”
خو د اړوندو چارواکو څرګندونو ولسي جرګې ته قناعت ورنه کړ له همدې امله ولسي جرګې دمرکزي پلټنوله پاره کمیسیون ته دنده وسپارله چې قضیه بیا هم وڅېړي او په اړه يې ولسي جرګې ته راپور وړاندي کړي.
خبريال: عبدالعزیز کریمي
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه4 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ2 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی5 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی4 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
لوبی1 day ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ