Connect with us

تازه خبرونه

صديق صديقي: تر اوسه کندوز کې ستر پوځي عمليات نه دي پيل شوي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کندوز د مرکز د نیولو له پاره تر اوسه ستر پوځي عملیات نه دي پیل شوي. د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي چې په کندوز کې به ډېر ژر ستر چاڼیز عملیات پیل کړي. له بلې خوا یو شمېر کارپوهان وايي چې افغان ځواکونه باید کندوز کلابند کړي تر څو وسله وال د وتلو چانس تر لاسه نه کړي.

له کندوز څخه تر لاسه شوي رپوټونه وايي چې وسله والو طالبانو د ولایت په مرکز کې کور په کور تلاشي پیل کړې او له دولت سره د کار په تور یې کسان بېولي.

دا په داسې حال کې ده چې ویل کېږي سلګونه ځانګړي افغان سرتېري دغه ولایت ته رسېدلي، خو لا يې د و سله والو طالبانو په خلاف چاڼیزعملیات نه دي پیل کړي.

پوځي کارپوه جاوېد کوهستانی وايي: «د کندوز په هوايي ډګر کې چې کوم ځواکونه دي له مرکز څخه د عملياتو اجازه نه ده ورکړل شوې، کوم کسان چې په کندوز کې د عملیاتو اجازه نه ورکوی تر اوسه هم فعال دي.»

پوځي کارپوه عتیق الله امرخېل وايي: «کندوز دې ډېر ژر کلابند شي، د وسایطو د تګ راتګ لارې دې وتړل شي، د مخالفينو کوم وسایط چې راځي بايد په دقیقه توګه کشف او کنټرول کړل شي. دا به زموږ په ګټه وي.»

د کورنیو چارو وزارت وايي چې که څه هم په کندز کې د طالبانو پر خلاف هوايي بریدونه دوام لري او ځمکني بریدونه او چاڼيز عملیات به هم ډېر ژر پیل کړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي: «د هر قدم د اخيستو په اړه فکر کوو بيا وړاندې ځو، اساسي هدف مو دا دی چې ډېر ژر له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلو او کندوز بېرته په ولکه کې راولو.»

مسولین وايي چې وسله والو طالبانو په کندوز کې له یو شمېر بانکونو څخه پیسې ایستلې دي. دغه راز وسله والو طالبانو له افغان سرتېرو څخه ګڼې وسلې او مهمات نیولي او د دې وېره هم شته چې جګړه به د ډېر وخت له پاره دوام وکړي.

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!