تازه خبرونه
سپينه ماڼۍ: لا هم د افغانستان ډېرې برخې له ترهګرۍ سره مخامخ دي
سپینه ماڼۍ او پنتاګون وايي چې لاهم د افغانستان ځینې برخې د ترهګرۍ له ګواښ سره مخامخ دي. پنتاګون وايي چې بارک اوباما ته د افغانستان او په ځانګړې توګه د هلمند د وضعیت په اړوند تازه معلومات ورکړل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په هلمند کې د امریکا یو ځانګړی سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي. له بلې خوا ځینې رپوټونو وايي چې په هلمند کې نږدې شل امریکايي سرتېري د وسله والو له خوا کلابند شوي دي.
له هلمند څخه تر لاسه شوي راپورونه وايي چې نږدې شل امریکايي سرتېري په یوه ودانۍ کې د وسله والو مخالفینو له خوا کلابند شوي دي. تردې یوه ورځ مخکې په هلمند کې د امریکا د یوه خاص سرتېري د وژل کېدو او دوو نورو د ټپي کېدو او د امریکايي سرتېرو د یوې هلیکوپترې د غورځيدو راپورونه تاييد شول.
په همدې وخت کې د امریکا فاکس نیوز ټلویزیوني شبکې د امریکايي چارواکو له قوله رپوټ ورکړی چې د هلمند په مارجه ولسوالۍ کې شل امریکايي سرتېري د وسله والو طالبانو له خوا کلابند شوي دي.
سپینې ماڼۍ ویلي چې د افغانستان وروستي حالات ښيي چې دغه هېواد لاهم خطرناک دی. د امریکا د دفاع وزارت هم د افغانستان او په ځانګړې توګه د هلمند ولایت حالت د اندېښنې وړ بللی دی.
د امریکا د دفاع وزارت ویاند پیتر کوک وايي: “یو سرتیری مو افغان سرتیرو ته د مشورې او روزنې د ماموریت په حال کې په مارجه کې وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي. افغانستان په تیره بیا هلمند خطرناک دی. په افغانستان کې لاهم خطرناکې سیمې شته. له دې ټولو سره سره مونږ د افغانستان په راتلونکې او له دغه هیواد سره د امریکا په مرستو باوري یو.”
د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنس وايي: “ولسمشر ته د افغانستان په هکله تازه معلومات ورکړل شوي دي. دا ښکاره خبره ده چې افغانستان یو خطرناک ځای دی. زمونږ نارینه او ښځینه زمونږ د ملي امنیت له پاره خپل ځانونه په خطر کې اچوي.”
د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه دا مني چې ګواکي په هلمند کې امریکايي سرتېري د وسله والو طالبانو له خوا کلابند شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي: “په هلمند کې د چاڼیزو عملیاتو په لړ کې وسله والو مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او په دغه ولایت کې امنیتي حالت مخ په ښه کېدو دی.”
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ5 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه5 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
نړۍ23 hours ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ