تازه خبرونه
سوداګر: سوداګرۍ او صنايعو خونه کې دې ټاکنې وشي
افغانستان د سوداګرۍ د خونېد نجات ترنامه لاندېیوشمېر سوداګر وایيچي باید دسوداګرۍ او صنایعوخونېدرهبرۍ دتغیر له پاره باید ټاکني ترسره شي.
دوی زیاتوي چې سوداګرۍ او صنایعو خونې چاري د مافیا په لاس کې او دستونزي حل یوا ځي په ټاکنو کي بولي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونېچارواکي وايي بیا ددوینیکي له اصولو ليرېبولي او وايي چې یو شمېر کړۍهڅه کوي چې د سوداګرۍ او صنایعو خونه هم سیاسي کړي دویوايي خونهدخصوصيسکتور هر ډول قانوني خوغښتني ته ځواب ویونکي دی.
یوشمېر سوداګرو د سوداګرۍ د خونېد ژغورني د خوځښت تر نامه لاندې یو خبري غونډه کې وویل چيد سوداګرۍ او صنایعوخونېرهبري دغړو قانوني و خت پوره شوی او له ټاکلېوخت څخه نږې۱۸میاشتېتېرېشوېدویوايي په خونه کې باید د رهبري له پاره ټاکني تر سره شي خو زیاتوي چي ځیني کړي په وړاندې ستونز جوړوي.
سوداګر جاوېد اندېش وايي:”په سوداګرۍ خونو کې ځینې کړۍدي چې د ټاکنو تر سره کېدل نه غواړي او د خونې درهبرۍ او سني کړي ني قانوني نه دي.”
بل سوداګر عمرانصاری وايي:”په وتاق کي د ظرفیت د نه شتون له امله سوداګر له ګڼو ستونزو سره لاس اوګریوان دي باید په رهبري کې د تغیر له پاره ټاکڼي شي.”
د سوداګرۍ او صنایعوخونې مسولین د یادو سوداګروټولي غوښتني او نیو کي د و تاق له کړنلاري سره په ټکرکي بولي. او زیاتو که و لسمشر او اجرایه ریاست ورته د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په فعلي حالت د ټاکنو د اجراغو ښتنه وکړي چمتو دي چې ټاکني تر سره کړي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونېد مدیره ډلې رییس عتیقالله نصرت وايي: “مونږه د ټاکنو له پاره خپلي ټولي هڅي کړي خو د قانوني ستونزو له امله نیو توانیدلي چې او هر څوک چي د سوداګرۍ د خوني د ستونزو په اړه هر نیو که لري حاضر یو چي په هر محکمه کي ځواب ورکړي.
د سوداګري او صنایعو خونېمرستیال خانجان الکوزی وايي:”د سوداګرۍ او له پاره وتاق د خپل توان په اندازه هڅي کړي نیوکي ټولي بی اساسه دي که هر ډول طرح لري د خصوصی سکتور د خدمت لآپره رادی شي په ګډه کار کوو دغه کسان ډیر دسوداګرۍ دخوڼي عضویت هم نه لري.”
د سوداګرۍ او صنایعوخوني مسولین د یادو کسانوغوښتنه غیرقانوني بولي او زیاتوي چېد سوداګرۍ او صنایعوخوني د قانو د یولسم بند او ۵فقري له مخې د سوداګري او صنایعو د خوني ټاکني د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د غړيترنظار، لاندي ترسره کیږي چي دوۍ وآيي د میلی یوالي حکومت رهبري ورته که هدایت وکړي د وي چمتو دي چې دغه ټاکني تر سره کړي.
خبريال: اسلم حجاب
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ1 day ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
لوبی1 day ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ