Connect with us

تازه خبرونه

روسي پلاوی د سوداگریزو اړیکو د پراختیا په موخه کابل ته راځي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2016-01-30-09h04m32s101د سوداگرۍ او صنایعو خونه وایي، یو روسي پلاوی هېواد ته راځی او د سفر هدف یې د کابل او مسکو تر منځ د سوداگرۍ پراختیا ده.

د سوداگرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی وایي؛دغه پلاوي،چې مونږ ورسره ناستی هم درلودې غواړي په نږدې راتلونکې کې افغانستان ته راشی، چېله افغان دولت سره د وچي او تازه میوود وارداتو په برخه کې تړونونه لاسلیک کړي.

هغه زیاتوي، روسان غواړي خپل واردات په شیرخان بندر، آقینه او تورغنډۍ بندرونو کې تر لاسه کړي.

د سوداگري او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي وايي، چې له تېرو دوه کلونو را هیسی له روسيې سره دسوداگرۍ د پرختیا خبری پیل شوي دي.

له تېرو دوه کلونو راهیسی مو له روسې سره د سوداگریزو اړیکو د پراختیا خبري کړي او د دغه پلاوي له راتگ سره به د وچو او تازه میوو د صادراتو په برخه کې تړونونه لاسلیک شي.

د اقتصادي چارو کارپوه تاج محمد تلاش هم د تازه میوو صادارتو ته روسیه مناسب بازار بولي او د دواړو هېوادونو اقتصادي اړیکو پراختیا گټوره بولي.

نوموړی وایي، د افغانستان د تازه میوو له پاره،چې دروسيې بازر ته ورسیږيیو ښه چانس دی؛حکومت باید له روسيي سره دغه اړیکې چټکې او پلې کړی.

روسیه،چې مخکې به یې وچې او تازه میوې له ترکیې او اروپایی بازارونو را نیولې، اوس یې له اروپا او ترکیې سره د میوو واردات بند کړي او غواړي له افغانستان څخه خپله د اړتیا وړ میوه وارده کړي.

خبریال: اسلم حجاب.

 

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!