Connect with us

تازه خبرونه

د کونړ په دانگام کې ۱۵۷ وسلوال وژل شوي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

1

د کونړ په دانگام ولسوالۍ کې  دافغان ځواکونو او وسله والومخالیفنوترمنځ مخامخ نښته پای ته رسیدلې؛ خو عملیات دوام لري.

وروسته له هغې، چې د کونړ په دانگام  ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسلوالو ترمنځ جگړه دولسمې ورځې ته اوږده شوه، دافغان فوځ او پولیسو قومندانان دجگړې لومړۍ کرښې ته ورغلل.

د ۲۰۱ سیلاب قول اردوقومندان محمد زمان وزیري وايي:

دمگړۍ په سیمه کې درندې نښتي پای ته رسیدلي؛ خوعملیات دوام لري.

دی زیاتوي، پر وسله والو هوايي او ځمکني بریدونه شوي،  چې په کې یوسل و اووه پنځوس وسلوال وژل شوي او له سل ډېرټپیان دي.

د نوموړي په وینا؛ په دې نښتو کې لس سرتېري هم وژل شوي او اته دېرش ژوبل شوي دي.

دسیلاب قول اردو قومندان وايي عملیات به ترهغې دوام وکړي، چې ټول دانگام نوي تصفیه شوی.

د کونړامنیه قومندان عبدالحبیب سید خيل وايي: پر دانگام برید په بهرکې پلان شوی او د بریدگرو ډېرشمېرهم بهرني وسلوال ول.

د کونړسرپرست والي جلاله خان وايي: د نښتو له سیمو څخه شاوخوا درې سوه کورنۍ د قومي مشرانو اوسرتېرو په مرسته ویستل شوي، چې اسعداباد ته رسیدلي؛ خو په درې کلیو کې اوس هم سلگونه کورنۍ دوسلوالوپه ولکه کې بندې  دي.

دی وايي، افغان سرتېري اوس هم په بشپړه توګه د نښتو ټولو سیموته  نه دي رسیدلي؛ ځکه وسلوالو یې په وړاندې لارې له ماینونو ډکې کړي او بندې دي.

نوموړي وايي په نښتو کې تراوسه شپږ ولسي وگړي، چې ښځې اوماشومان هم په کې دي وژل شوي او له دیارلسوډيرتري ټپیان دي.

د نوموړي په وینا؛ د ولسي خلکو دېرش کورونه هم سوځیدلي دي

دسیمې خلک له افغان دولت څخه د گړندیومرستو غوښتنه کوي او وايي، له چاڼیزو عملیاتو وروسته دې په سیمه کې په دوام داره توگه افغان سرتېري ځای په ځای شي.

دانگام له تېرو دولس ورځو راهیسې د وسله والو مخالیفینو، دولت پلوه پاڅون کوونکیو او افغان ځواکونو ترمنځ د سختونښتوشاهد دی.

پریادې ولسوالۍ څلورکاله پاکستان راکیتی بریدونه کول، چې له بندیدو سره جوښت دا پېښه رامنځته شوه.

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!