Connect with us

تازه خبرونه

د کابل امنیه قوماندان باید د محکمې له خوا وپوښتل شي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2015-05-04-16h46m01s173

د مدني ټولنې یو شمیر فعالان د کابل د امنیه قومندان پرونۍ څرګندونې چې د فرخندې د قتل د قضیې په قضايي غونډه کې یې وکړې، خندوونکې بللې دي.

دوی وايي؛ عبدالرحمن رحیمي د فرخندې د قتل په قضیه کې غفلت کې کړی دی چې په وینا يې باید د محکمې لخوا وپوښتل شي.

ویل کیږي چې د فرخندې د قتل زړه بوږنوونکې پېښه د پولیسو او امنیه قومندان د وظیفوي غفلت له کبله را منځته شوې ده.

د فرخندې د کورنۍ د غړو په وینا د کابل امنیه قومندان له پیښې وروسته ورته ویلي چې د ژوندې پاتې کیدو لپاره کابل پریږدي.

د فرخندې د قتل له پیښې شا او خوا پنځوس ورځې تیریږي، خو د کابل امنیه قومندان وايي چې یو شمیر مدني بنسټونه او رسنۍ د کابل د امنیت لپاره سرخوګی او ده ته لانجه جوړوي، خو مدني فعالان د هغه دا څرګندونې د خندا وړ ګڼي.

vlcsnap-2015-05-04-16h46m32s222

د مدني ټولنې د مجتمع رییس عزیر رفیعي:

“له دندې او مسولیت څخه تیښته له بده مرغه په ټولو دولتې ادارو کې په یو اصل بدل شوی. موږ نه یوازې دا چې په امنیتي برخه؛ بلکې په ټولو برخو کې د دې خبرې ښکاره دلیلونه ګورو.

د مدني ټولنې د غړو په باور زیاتره دولتي چارواکي چې کله غواړي له مسولیت څخه اوږه خالي کړي، د خندا وړ څرګندونې کوي.

د بشری حقونو او مدني ټولنې د شبکې رییس نعیم نظري زیاتوي؛ د کابل امنیه قومندان باید د محکمې لخوا و پوښتل شي.

د خبریالانو ځیني مدافع بنسټونه هم په ځینو پولیسو تور لګوي چې د فرخندي د وژنې په ورځ یې په دنده کې بې پروايي کړې ده.

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې اجرايي رییس مجیب خلوتګر زیاتوي؛ که د کابل د امنیې قومندان لخوا لګول شوي تورونه ثابت نه شي، نوموړی باید له مدني ټولنو بښنه وغواړي.

فرخنده نږدې پنځوس ورځې مخکې د کابل په شاه دوشمشیره کې د قهرجنو کسانو لخوا قران کریم ته د سپکاوي په تور په مرګ ووهله او بیا يې د هغې جسد ته اور ورته وکړ، خو بیا د دغې پیښې لپاره پلټونکي پلاوي وویل چې فرخنده بېګناه وه.

له زیاتو هڅو سره سره مو هڅه وکړه چې د کابل د امنیه قومندان نظر هم تر لاسه کړو خو بریالي نه شوو.

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!