روغتيا
د پكتيكا په برمل كې د گډوځواكونوپربمبارد ۲۹ وسله وال وژل شوي
د پكتيكاولايت چارواكي وايي، چې ناټوځواكونو د دغه ولايت په برمل ولسوالۍ كې عمليات كړي او ادعاكوي، چې په دې لړكې نهه ويشت وسله وال طالبان وژل شوي دي.
وسله وال طالبان بياد خپلو دوه كسانو وژل مني او وايي، چې نورملگري يې خپلو سيمو ته رسيدلي دي.
ناټوځواكونو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د آريانا راډيو- ټلويزيون خبريال محمدرسول عادل څرگنده كړې، چې:
د پكتيكا ولايت مطبوعاتي دفترخبري رسنيو ته په ليږل شوې اعلامه كې ويل شوي، چې:
د شنبې په شپه(د تلې ۱۶) د وسله والو پېنځه ويشت کسيزې ډلې غوښتل، چې د برمل په ولسوالۍ کې د افغان او بهرنيو ځواکونو پرگډه اډه بريد وکړي، خو موخې ته له رسيدو وړاندې د هوايي ځواكونو لخوا په نخښه شول.
په همدې حال كې له چاودېدونکيو توکو ډک يو صرف موټر، چې څلور کسان په كې سپاره ول او غوښتل يې، چې موټر بم او وسله وال بريد لپاره د بهرنيو پوځي اډې ته ننوځي، خو له پېژندل كيدو وروسته ويشتل شوي او څلور وسله وال په كې له منځه تللي او موټريې هم ويجاړشوى دى.
خبرپاڼه ليكي، چې په دې پېښو كې ملکي وگړيو او يا هم گډو ځواکونو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
د وسله والوطالبانو وياند ذبيح الله مجاهد مني، چې ځانمرگي بريدكوونكي يې له بريد وړاندې ويشتل شوي او يو بل وسله وال يې هم په همدې مهال وژل شوى؛ خو دا نه مني، چې تر نهه ويشت ملگري يې وژل شوي دي.
برمل د پكتيكا يوه غرنۍ او ليرې پرته ولسوالۍ ده، چې ختيځ لوري ته له وزيرستان سره اوږده گډه پوله لري او ډېر وخت ترې د ورته پېښو گزارشونه وركول كيږي.
روغتيا
قلندرعباد له آذربایجان څخه د کارکوونکیو د وړتیا لوړولو په اړه د مرستې غوښتنه وکړه
د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي د هېواد د روغتیايي سکتور د کارکوونکیو د وړتیا لوړولو په برخه کې له آذربایجان څخه د مرستې غوښتنه وکړه.
قلندر عباد دغه غوښتنه په کابل کې د آذربایجان له سفیر الهام محمدوف سره په کتنه کې وکړه.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د روغتیا په برخه کې د همکارۍ، د افغان روغتیايي کارکوونکیو د وړتیا لوړولو او نورو اړوند مسایلو په اړه خبرې وکړې.
دغه راز د آذربایجان سفیر په دې کتنه کې ویلي، چې هېواد یې هڅه کوي له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې خپله مرسته او همکاري روانه وساتي.
د يو بل خبر له مخې؛ د اندراګاندي د ماشومانو په روغتون کې د اکسيجن د توليد د څانګې د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، دغه څانګه به د روغتیا نړیوالې ټولنې پر مالي او تخنیکي همکارۍ جوړه شي او په یوه ورځ کې د ۲۰۰ اکسیجن بالونونو د ډکولو پر وړتیا سربېره به دغه روغتون ته د اکسيجن د رسولو تر څنګ د روغتیا وزارت نورو روغتونونو ته هم اړین اکسیجن چمتو کړي.
روغتيا
قلندر عباد د روغتیایي سکټور ملاتړکوونکیو بنسټونو ته د افغانانو اړتیاوې وړاندې کړې
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي قلندر عباد د پنجشنبې پر ورځ ( د کب لسمه ) د قطر په پلازمېنه دوحه کې د روغتیایي سکټور د ملاتړو بنسټونو په غونډه کې ګډون وکړ او د افغانانو پر روغتیایي اړتیاوو یې خبرې وکړې.
په دې غونډه کې قلندرعباد د روغتیايي سیسټم د اصلاح، ګډې څارنې، روغتیايي ځانبسیاینې، د کلیو او ولسوالیو پر کچه د روغتیايي خدمتونو معیاري کولو او هر اړخیزو روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په اړه خبرې وکړې.
نوموړي په روغتیایي برخه کې له نړیوالو همکارانو وغوښتل، چې د اداري لګښتونو د کمولو او د مرستو په سمو او ډاډمنو رسولو کې ډېرې هڅې وکړي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ که د ډېرو اداري لګښتونو مخه ونیول شي، د روغتیايي خدمتونو د لګښتونو پر برخه به مثبت اغېز ولري.
همدارنګه عباد ټینګار کړی، چې د هېواد د کنګل شوې شتمنۍ ازادېدا به د روغتیایي سکټور په ځانګړي توګه د میندو او ماشومانو لپاره ګټوره وي.
د قلندر عباد د څرګندونو له مخې؛ دا د افغانستان د روغتيايي سيسټم د خپلواکۍ، د روغتيايي خدمتونو د پراختيا او معياري کولو لپاره يو ستر او مثبت ګام دى، چې بايد نړيواله ټولنه يې ومني.
روغتيا
د ګوزڼ واکسيناسيون فرعي کمپاين پيل شو
د افغانستان عامې روغتیا وزارت د نړیوالو بنسټونو پر همکارۍ نن (دوشنبه د کب اوومه / د فبرورۍ شپږویشتمه ) د ګوزڼ یا پولیو واکسین د پلي کېدا د فرعي کمپاین دوهیم پړاو پیل کړ.
د پولیو واکسین دغه څلور ورځنی کمپاین به د هېواد په بېلابېلو سیمو کې پلی شي.
د دغه کمپاین موخه له پېنځه کلنو څخه کم عمره اووه اعشاریه شپږ میلیون ماشومانو ته د ګوزڼ ویروس پر وړاندې واکسین پلی کیږي.
د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي قلندر عباد ویلي: مونږ د خپلو کاري شریکانو پر همکارۍ په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ له منځه وړلو ته ژمن یوو. مونږ شپه او ورځ کار کوو او په ټول هېواد کې د پولیو د بشپړ له منځه وړلو هدف ته د رسېدو لپاره د پولیو واکسین کمپاینونو او روغتیايي خدمتونو ته دوام ورکوو.
هغه زیاته کړې: د ګوزڼ د له منځه وړلو په چارو کې د ټولو افغانانو په ځانګړي توګه د سپینږیرو، د سیمې د مشرانو او دیني عالمانو ملاتړ مهم دی. دا د دوی لپاره اړینه ده، چې د ګوزڼ پر وړاندې مبارزه کې برخه واخلي او خپل ماشومان روغ وساتي.
ګوزڼ يوه ويروسي ناروغي ده، چې درملنه يې نهکېږي او يوازې د واکسيناسيون په واسطه وقایه او مخه یې نيول کېدی شي.
-
تازه خبرونه4 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ2 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ4 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی5 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی2 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
لوبی4 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ