Connect with us

تازه خبرونه

د ټاکنيزو اصلاحاتو د کميسيون درې مادې د توضيح له پاره کميسيون ته ولېږل شوې

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ټاکنو څارونکي بنسټونه وايي چې د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون منل شوي اووه وړاندیزونه د ټاکنو له پاره ګټور دي خو د ټاکنو شفافیت نه شي تضمینولی. دوی وايي چې درې نور وړاندیزونه چې ولسمشر یې د زیاتې څېړنې غوښتنه کړې، هم په خپل وار د ټاکنو له پاره د ارزښت وړ دي.

د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون مسولین وايي چې د دوی ټول لس وړاندیزونه د ملي یووالي د حکومت د رهبرانو له خوا منل شوي دي چې له هغې ډلې درې وړاندیزونه د زیات غور له پاره کمیسیون ته رالېږل شوي دي.

له ملي او مدني بنسټونو او کارپوهانو سره د ټاکنیزو اصلاحاتو په هکله د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون له سلا مشورو وروسته، دغه کمیسیون د لسو مادو اصلاحي وړاندیز د ملي یووالي حکومت رهبرانو ته وسپاره چې ولسمشر په دریو مادو کې د زیات غور او څېړنې سپارښتنه کړې ده.

د ټاکنیز نظام بدلون، د ټاکنیزو حوزو کمول،

د تذکرو له مخې د رایې ورکوونکو د لېست برابرول،

د رایو ورکولو په مرکزونو له سره غور،

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د غړو کمول،

د ټاکنیزو شکایتونو د څېړلو له پاره د ځانګړې کمېټې جوړول،

په ولایتي شورا ګانو کې د ښځو د ونډې زیاتول،

او د لنډمهاله کارکوونکو په توګه د ښوونکو او دولتي مامورینو ګومارل هغه وړاندیزونه دي چې د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون یې غوښتنه کړې ده.

په پورته مادو کې، د شفافیت د کمېټې جوړول، د ټاکنیزو حوزو کمول او د ټاکنیز نظام بدلول درې هغه مادې دي چې ولسمشر یې د زیات غور او څېړنې غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د شفافو ټاکنو د بنسټ مسولین وايي، هغه درې مادې چې ولسمشر یې د بیا کتنې او غور سپارښتنه کړې، د ټاکنو د برخلیک له پاره حیاتي ارزښت لري.

په همدې حال کې د افغانستان د آزادو رسنیو د ملاتړ ادارې مسولینو د هېواد د پنځو زونونو د رسنیو استازي کابل ته را بللي چې د اصلاحاتو په دویم پړاو وړاندیزونو کې یې نظرونه په پام کې ونیول شي.

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!