تازه خبرونه
د ټاکنيزو اصلاحاتو د غوراوي کمېټه: د ولسمشر سلاکاران د ټاکنود اصلاحاتو خنډ دي
د غوراوي کمېټه، د ولسمشر ځینې سلاکاران د ټاکنیز نظام د اصلاح په وړاندې لوی خنډ بولي. د دغې کمېټې ځینې غړي وایي، د ولسمشر څلورو سلاکارانو د هغه په پرېکړه کې نفوذ کړی او د دغه وضعیت د دوام په صورت کې نه باید د ټاکنیز نظام د اصلاح تمه وشي.
دوي وایي، لا تر اوسه دغې کمېټې د نامعلومو دلایلو له کبله خپل کار نه دی پیل کړی. د غوراوي کمېټه باوري ده چې د ولسمشر او اجرایوي رییس تر منځ د ټاکنیز نظام د اصلاح پر جزییاتو د نظر اختلاف شته او دغه کار اوس د حکومتي مشرانو لومړیتوب نه دی.
د دغې کمېټې ځینې غړي ولسمشرۍ ماڼۍ کې ځینې کړۍ د ټاکنیز نظام د اصلاح په وړاندې لوی خنډ ګڼي او وایي چې د غوراوي کمېټې د کار د پیل له پاره د حکومتي مشرانو لټي د ټاکنیز نظام د اصلاح عملي کار ټکنی کړی دی او له درغلیو د پاکو ټاکنو هیلې به د تل له پاره له منځه ولاړې شي.
د غوراوي کمېټې غړی نعیم ایوب زاده وايي:”د ولسمشر څلور مشاورين غواړي چې د ده په پرېکړو کې نفوذ ولري، که حالت همداسې مخته لاړ شي، شونې به نه وي چې موږ د ټاکنو په اړه فکر هم وکړو.”
ومو غوښتل په دې هکله د ولسمشرۍ ماڼۍ نظر هم واخلو، خو له پرله پسې هڅو سره سره چا ځواب را نه کړ. له بلې خوا د ټاکنو څارونکي بنسټونه حکومتي مشران د ټاکنیز نظام د اصلاح په پروسه کې په بې غورۍ تورنوي او د دغه وضعیت دوام د افغانستان له پاره خطرناک بولي.
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو د څار غړی حسیب معترف وايي: “له بده مرغه چې اوس هم موږ ډېر وخت له لاسه ورکړی او د رهبرانو له لوري هم ژمنې نه دي عملي شوې نو که چېرې په همدې ډول مخ ته لاړ شو نو افغانان نه بايد د رڼو ټاکنو هيلې ولري.”
ولسمشر نږدې یوه میاشت مخکې د غوراوي کمېټې د کار د پیل په موخه فرمان ورکړ، خو تر اوسه دغې کمېټې د ناڅرګندو دلایلو له کبله خپل کار نه دی پیل کړی.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه4 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ2 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ4 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی5 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه4 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی2 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
لوبی4 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ