Connect with us

تازه خبرونه

د ولسي جرګې د کار دوام د قانوني خلاف نه دی

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2015-06-10-20h58m29s23

د ولسي جرګې یو شمېر غړو د مشرانو جرګې هغه دریځ رد کړ چې ویلي یې دي د چنګاښ له لومړۍ نیټې وروسته ولسي جرګه مشروعیت نه لري.

د ولسي جرګې غړي وایی، د قانون له مخې، څو پو رې چې ټاکنې نه وي شوي، دوی مشروعیت لري او خپل کار ته به دوام ورکړي.

د ولسي جرګې ځینې نور غړي بیا مخالف نظر لري.

په همدې حال کې د ولسي جرګې غړی وایی، چې باید په دې تړاو یوه قانوني حل لار پیدا شي.

رمضان بشردوست ولسي جرګه ـ کابل:

داسې ویل کیږي چې د امریکا سفارت سره معامله او ع او غ سره د کابینی غړو ته د باور رایه د وروکولو لپاره معامله شوې تر څو د ولسي جرګي د کار دوام وغځوي.

خو د ولسي جرګې ځینې نور غړي بیا وایی چې تر ټاکنو پورې دوي مشروعیت لري او خپل کار ته به دوام ورکړي.

دوي وایی، مشرانو جرګه خپله غیر مشروع او نیمګړې ده ځکه ځکه د ولسوالیو شورا ګانو ټاکنې نه دي شوي.

مخدوم فرقاني ولسي جرګي ـ سمنګان:

تر هغه چې نوي استازي رانه شي، له یوه تر پنځه کلونو کولای شي چي خپلو دنددو ته دوام ورکړي؛ ځکه چې خلکو موږ ته دټاکنو له لاری مشروعیت راکړی.”

عبدالرحمان رحماني   ولسي جرګه ـ بلخ

ټاکنې نه دي شوي، حقوق پوهان باید پوه شي چې موږ څلویښت کاله د قانون پر بنسټ اجازه لرو.

مشرانو جرګه، د حقوق پوهانو ټولنه او د ټاکنو د خپلواک کمیسیون رییس بیا په بیلابیلو څرګندونو کې د چنګاښ له لومړۍ نیټې وروسته ولسي جرګه غیر مشروع او ناقانون ګڼي.

خبریال: عبدالعزیز کریمی

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!