Connect with us

تازه خبرونه

د وسلوالو د ځپلو پسرلني عملیات به ژر پیل شي- دولت وزیری

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2017-03-31-19h43m13s81

افغان ځواکونه پسرلنیو عملیاتو ته تیاری نیسي؛ خو دا به آسانه هم نه وي؛ ځکه د ولسمشر په وینا شل ترهګرې ډلې دلته بېلابېلې هڅې لري. د افغان ځواکونو د ژمنیو عملیاتو ستړیا نه ده خلاصه، چې د پسرلنیو عملیاتو لپاره ملاوې تړي.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری ټینګار کوي، چې امریکا باید د افغانستان جګړه پای ته ورسوي. د نوموړي په وینا؛ پسرلني عملیات د ناتو له سرتېرو سره په همکارۍ کې پلان شوي او په لومړي سر کې به په هلمند، روزګان، زابل، کندز ، بدخشان او بغلان ولایتونو کې پیل شي؛ ځکه دا ولایتونه د لوړې کچې له امنیتي ګواښ سره مخ دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو د ځالو او ښوونیزو مرکزونو تړل کیدل د افغانستان د جګړې د پای لپاره یوازنی غوراوی بولي او وایي، چې د وسلوالو د ماتولو لپاره مهم او ګټور پلانونه جوړ شوي دي.

د نوموړي په وینا؛ ۹ ولسوالي مو په واک کې نه دي او په پسرلنیو عملیاتو کې به یې تر لاسه کړو.

باور کیږي، چې سمه مشري او هوایي ملاتړ کولی شي افغان ځواکونه د جګړې په ډګرونو کې بریاو ته ورسوي.

 د ولسي جرګې مرستیال نذیر احمد احمدزی وایي، ولسمشر ور سره ژمنه کړې، چې امنیتي په بنسټونو کې به ژور بدلونونه راشي.

د نوموړي په وینا؛ ولسمشر به ۳۰ کسه په دفاع او ۳۰ نور په کورنیو چارو وزارتونو کې او په همدې شمېر به په ملي اامنیت ریاست کې ګوښه او له دندو لیرې کړي.

خو نیوکې کیږي، چې افغان ځواکونو په ژمي کې هسې عملیات تر سره نه کړل لکه، چې تمه یې کیده. د افغانستان په بیا رغاونه کې  د امریکا پر مرستو د څار اداره یا سیګار وایي، د افغانستان حکومت له نیمایي څخه پر  لږ زیاتې خاورې  واکمن دی.

خبریال: فواد ناصري

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!