Connect with us

تازه خبرونه

د ورستو افغانیو د راټولولو له اعلان سره سم افغانۍ پنځوس پوله راټیټه شوې

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2017-02-13-18h46m48s194

د شهزاده سرای د صرافانو ټولنه وايي، د افغانستان بانک د  ورستو افغانیو د راټولولو له اعلان سره سم افغانۍ  پنځوس پوله د نورو بهیرنیواسعارو په وړاندې خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی.

د شهزاده سرای د صرافا نو ټولنې ویاند حاجي ځیرک وايي، د افغانستان بانک باید د افغانۍ د ارزښت ساتني لپاره باید د ورستو افغانیو د بند یدو پرځای له نورو منظمو پلانونو کار واخلي.

د حاجې ځیرک د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان بانک له اعلانه  دوه اوونۍ تېرې شوي؛ خو د افغانۍ ارزښت ۵۰ پوله راټیټ شوی دی.

د هغه په وینا؛ د افغانۍ د راټیټیدو  یوازنی لامل د بانک اعلان دی.

د اقتصادي چارو کارپوه تاج محمد تلاش هم د افغانستان بانک له لوري د ورستو افغانیو د بندولو اعلان د اسعارو له سیاست سره په ټکر کې  بولي او وایي، چې دا کار کولی شي د افغانۍ ارزښت په بازارکې نور هم زیانمن کړي.

نوموړی زیاتوي، افغانستان بانک باید له نورو طریقو دا کار کړی وای.

د نوموړي په وینا؛ په بانک کې د نامسلکې کسانو شتون د افغانۍ په وړاندې ستونزي رامنځته کولی شي.

د افغانستان بانک مرستیال قسیم رحیمي وايي، له دې کار څخه مو موخه د افغانیو د ساتنې لپاره د خلکو هڅول دي.

هغه زیاتوي،  زړې او ورستې افغانۍ په هر وخت کي چلند لري؛ خو دا کمپاین د افغانیو د نامناسبه ساتنې لپاره پیل شوی دی.

د نوموړي په وینا؛ مونږ هغه نوټونه، چي رنګ شوي وي، لیکل پرې وي او یا يې رنګ خراب شوی وي هغه به د نوي کال له پیل  وروسته له چلنده  وایستل شي.

هغه دا هم څرګنده کړې، چې د افغانیو د ساتني او نظارت لپاره مو هم پروګرمونه جوړ کړي دي.

د افغانستان بانک هر کال نږدي درې میلیارد ورستې افغانۍ سوځوي او نوې هغه بازار ته وړاندې کوي؛ خو اوس مو هم بازارو نه له  ورستو افغانیو ډک دي.

خبریال: اسلم حجاب

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!