Connect with us

تازه خبرونه

د هلمند ولایت د گرمسير ولسوال او امنيتي چارواکي له دندو گوښه شول

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

Helmandپه هلمند کې چارواکي وايي، چې د گرمسيرولسوال اوامنيتي چارواکي د کوکنارود کر په له منځه وړلو کې د فساد پر لامل له دندو گوښه شوي دي.
دوی وايي، چې ولسوال، امنيه قوماندان اود ملي امنيت مديرد کوکنارو د اړولو کمپاين پرمهال له کروند
گرو څخه په دې نوم پيسې ټولې کړي، چې په بدل کې يې کوکنار ورپريږدي.
د هلمند د ولايتي شورا غړي او د دې ولسوالۍ يو شمېر مخور دا بيا د چارواکو له لوري يوه دسيسه بولي او وايي، چې دوی يې له دې کبله له دندو گوښه کړي، چې دوی له خلکو څخه پيسې راټولې کړي نه دي.
ياد شوي کسان د تېرې چهارشنبې په ورځ د هلمند د مرستيال والي لخوا د يوه مکتوب په اساس له دندې گوښه او د گرمسير ولسوال د واشيرد ولسوال په توگه پر دنده گمارلی دی.
د دې ولايت مرستيال والي محمد جان رسول يار وايي، چې په گرمسير کې يې د کشفي او نورو سرچينو له لارې داسې اسناد ترلاسه کړي، چې يادو مسوولينو د کوکنارو د کمپاين پرمهال له خلکوڅخه پيسې اخيستې؛ نو د پوځي شورا د پرېکړې له مخې دوی له دندو ګوښه شوي دي.
نوموړی زیاتوي، چې په دې ډله کې د دې ولسوالۍ د ټولنيزې شورا ځينې غړي او يو شمېرمشران هم شامل دي.
د نوموړي په وینا؛ عدلي او قضايي ارگانونه به په ډاگه کړي، چې څومره اوڅنگه يې دا پيسې راټولي کړې دي.
بل لوري ته د ولايتي شورا ریيس محمد کريم اتل، یو شمير غړي او د دې ولسوالۍ ځينې مخور وايي، چې:
په دې برخه کې د ولسمشر اتمه گڼه فرمان نه دی عملي شوی او پخپله د ولايت اداره په دې فساد کې ښکيله ده.
د دوی په وينا؛ گرمسير د هيواد په کچه د امنيت له پلوه يوه ډاډ منه ولسوالي ده او اوس مهال ولايتي چارواکي په لوی لاس غواړي په دې ولسوالۍ کې هم ناامنيوته لمن ووهي او هغه مسوولين د د سيسو ښکارکړي، چې دا ولسوالي يې له امنيتي او پرمختيايي پلوه يوه نمونه گرځولې ده.
گرمسير ولسوالي له پاکستان سره پر گډه پوله پرته ده، چې مسوولينو یې ولس ته د خپلو فعاليتوحساب هم ورکړی دی.
خبریال: نعمت الله زهير.

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!