Connect with us

تازه خبرونه

د هلمند د سنګين ولسوالۍ لسګونه پوليس له طالبانوسره د تړاو په تورنيول شوي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2016-02-29-09h41m42s247د هلمند د سنګين ولسوالې د امنيه قوماندانۍ د سرپرست په ګډون دېرش پوليس د ملي اردو او نړيوالو ځواكونو له خوا د طالبانو په شك نيول شوي دي.

په سنيګن ولسوالې كې ځينې سرچينې وايي، چې دغو كسانو غوښتل ولسوالي وسلوالو طالبانو ته تسليم كړي.

د هلمند امنيه قوماندان عبدالرحمن سرجنګ وايي، پردوی همدا شک کيده؛ خو اصلي ستونزه د ملي اردو او پوليسو ترمنځ د لفظي شخړې له کبله راپورته شوې، چې په دې ترڅ کې يو پوليس وژل شوی هم دی.

هغه زیاتوي، داكسان، چې په شوراب هډه كې ساتل كيږي په اړه يې څېړنې بشپړې شوي او ژر به خپلو دندو ته وليږل شي.

د هلمند امنيه قوماندان په سنګين كې امنيت د ډاډ وړبولي او وايي، عمليات دوام لري؛ د دې ولسوالۍ لويه لار خلاصه شوې او ځينې سيمې هم له وسلوالو مخالفينو نیول شوي او د دولت تر واک لاندې راوستل شوې دي.

ځينې باوري سرچينې، چې نه غواړي نوم يې خپورشي وايي، چې ياد کسانو وړاندې هم له وسلوالو طالبانو سره اړيکې درلودې؛ ځينې وخت يې مهمات هم ورکول او پلان يې درلود، چې دا ولسوالي په بشپړه توګه وسلوالو طالبانو ته تسليم کړي، چې له موخې وړاندې ونيول شول.

دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا دوه مياشتې وړاندې په نوموړې ولسوالۍ کې د ملي اردو۶۵ سرتېري وسلوالو طالبانو ته تسليم شوي وه.

خبریال: نعمت الله زهير.

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!