Connect with us

تازه خبرونه

د هلمند خانشين ولسوالي بېرته د دولت په ولکه کې راغله

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2016-03-27-11h43m35s154

خانشين د لښکرګاه په لويديځ کې له ګاونډ هېواد پاکستان سره پر ګډه پوله پرته ده، چې له تېرو څلور مياشتو راپديخوا دوه ځله د وسلوالو طالبانو لخوا ونيول شوه.

د هلمند والي وياند عمر ځواک وايي؛ د شنبې په ورځ د دې ولسوالۍ د ځينو سيمو د بېرته نیولو په موخه عملیات پيل شوي، چې په کې د ملي اردو، سرحدي او ملي پوليس او د ملي امنيت ځواکونه برخه لري.

د نوموړي په وینا؛ افغان ځواکونو د دې ولسوالۍ له ولکې وتلې سيمې د یکشنبې په ورځ شاوخوا نهه بجې بېرته نيولې دي.

هغه ټینګار وکړ، چې اوس هلته امنيتي پوستې ځای په ځای کيږي.

د هغه په خبره؛ بشپړ ډاډمن ځواکونه سيمې ته رسيدلي او د دې ولسوالۍ نورې سيمې به هم يو پر بل پسې  تر دولتي واک لاندې راوستل شي.

د هلمند اوپراتيفي مسوول عبدالجبار قهرمان او د سرحدي لوا قومندان هم د دې ولسوالۍ د بېرته نيولو پخلی کوي.

د ولايتي شورا غړی بریالی نظري او د دې شورا منشي عطاالله افغان وايي، چې په خانشين کې له عملياتو خبرشوي؛ خو اوس هم د ولسوالۍ مرکز دولتي ځواکونو نه دی نيولی؛ خو وسلوال طالبان له هغه سيمې وتلي دي.

له سيمې څخه ځينې سرچينې، چې نه غواړي نوم يې خپورشي وايي؛ په خانشين ولسوالۍ کې وسلوال مخالفين ترسختو هوايي بريدونولاندې راغلي او له همدې کبله اړشوي، چې پخپله د دې ولسوالۍ له مرکزڅخه په شا شي.

وسلوالو طالبانو تردې مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي.

خبریال:  نعمت الله زهير

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!