تازه خبرونه
د منتخب ولسمشر ډاکتر اشرف غني احمدزي د لوړې مراسم تر سره شول
د منتخب ولسمشر ډاکتر اشرف غني احمدزي او د ملي یوالي د حکومت اجرايوی رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله د لوړې مراسم تر سره شول.
د ارګ ماڼې په سلام خانه کې په لومړي ځل له یوه منتخب ولسمشر څخه بل منتخب ولسمشر ته قدرت لېږدول کېږي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي ته د وروستي ځل لپاره نظامي تشریفات نیول شوي او نور له واک سره مخه ښه کوي.
ولسمشر ډاکتر اشرف غني احمدزی، اجرايوی رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله او د هغوی مرستیالان د لوړې مراسم تر سره کړل.
نوی ولسمشر ډاکتر اشرف غني احمدزي له اداري فساد سره د جدي مبارزې یادونه کوي او ټینګار کوي، چې د ملي یوالي په حکومت کې اداري فساد ځای نلري.
ښه حکومتداري
د موازي حکومتونو ختمول
کورنی سیاست
له اداري فساد سره مبارزه
هغه عنوانونه دي، چې د ملي یوالي حکومت غوره کړي دي.
له اداري فساد څخه د ادارو پاکول او له فساد سره جدي مبارزه
د اداري فساد عاملینو ته سزا ورکول
په نړیوالو مرستو کې شفافیت
مقننه قوه:
وکیلانو او وزیرانو ته د خصوصی کتنو له کبله ګوتڅنډنه
شورا ته د ځواب ویلو په هکله د وزیرانو قرارداد
په یوه تقنیني اجندا کې د استازیتوب د طریقې اصلاح
قضایه قوه:
په فساد کې د ډوبې قضایه قوې د شفافولو لپاره تازه حکم
د مجازات او مکافات د اصل په پام کې نیولو سره د قضایي کارکوونکو ارزونه
د نا بشپړو شویو ټولو دوسیو بشپړول
لویه څارنوالي:
په نورو دولتي ادارو کې د مداخلې حق نلري.
په لویه څارنوالۍ کې د ژورو اصلاحاتو او بدلونونو راوستل.
– کلیو او بانډو ته د ملي بودجې انتقال
– د دویمه او دریمې درجې ولایتونو پایته رسول- نوی ښاري او متوازنه پراختیا
– ملي بودجې ته په مستقیم ډول د نړیوالو مرستو لېږد
– د دولت وسله وال مخالفین، طالبان او حزب اسلامي:
احمدزي همدارنګه زیاته کړه طالبان او حزب اسلامي دې د خبرو مېز تر شا کیني ترڅو ورسره د ستونزو د حل پر سر خبرې وشي.
د ملي وحدت د بهرني سیاست ترحه، چې د سیمه ایزو همکاریو په چوکاټ کې ترتیب شوې ده او د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو له لاسلیک او ژمنتیا وروسته د عملي کېدو وړ ده.
۵ ارتباطي کړۍ د ملي وحدت حکومت بهرنی سیاست ترسیموي:
لومړۍ: ګاونډي هېوادونه:
(هېڅ هېواد د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې حق نلري)
(د افغانستان له ثبات سره د ګاونډیو د ثبات ارتباط)
(هېڅ هېواد د افغانستان له خاورې پر ګاونډیو یا بالعکس د استفادې حق نلري)
دویم: اسلامي هېوادونه:
(د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي پرمختګونو د ښه والي په موخه د اسلامي هېوادونو ترمنځ د پياوړو ارتباطاتو رامنځته کول)
دریم: له لوېدیځ سره ارتباطات:
(امریکا، اروپا، کاناډا)
– د افغانستان د ملاتړ په ځانګړې توګه له امنیتي ځواکونو د ملاتړ او تجهیز لپاره د ارتباطاتو ټینګښت او همکاریو ترلاسه کول.
څلورم: منځنی ختیځ:
(د افغانستان او منځني ختیځ هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا او په اقتصادي برخه کې د اسیا د څلور لارې په توګه د افغانستان بدلول)
پنځم: نړیوال بنسټونه:
(د نړیوالو سازمانونو د اوږدمهالو همکاریو او ملاتړ جلبول)
حامد کرزی هم د نوي حکومت بریالیتوب ته خوشبین دی.
او د حضرت صبغت الله مجددي په دعا سره د لوړې مراسم پای ته ورسېدل.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه4 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ2 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ4 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه4 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی2 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
لوبی4 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د غزې په شمال کې د قحطۍ خطر ډېر دی