Connect with us

تازه خبرونه

د مشرانو جرګې لومړی مرستيال: له اداري فساد سره دې مبارزه له ارګ پيل شي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال له ولسمشر او اجرایی رییس غواړي چې د یوې سالمي ادارې د رامنځته کېدو له پاره له فساد سره مبارزه لومړی له ارګ او سپیدار ماڼۍ پیل کړي.

دی وایي، څو پورې چې په دې برخه کې ولسمشر او اجرایي رییس عملي ګامونه وانه خلي، خلک به باور ونه کړي چې دوی د اداري فساد د جرړو ایستلو ته ژمن دي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي چې له اداري فساد سره د مبارزې له پاره یوه سراسري جهاد ته اړتیا ده.

له څوارلسو کلونو را په دې خوا افغان حکومت له اداري فساد سره د جدي مبارزې خبره کوي، خو عملي اقدامات یې ډېر کمزوري دي. ولسمشر غني په خپلو ورستیو څرګندونو کې اداري فساد د هېواد له پاره لویه ننګونه بللې او له دغې پدیدې سره یې د سراسري جهاد پر اړتیا ټینګار کړی دی.

خو د مشرانو جرګې لومړی مرستیال وایي، څو پورې چې ولسمشر او اجرایی رییس له فساد سره مبارزه له ارګ او سپېدار ماڼۍ پیل نه کړي، خلک به باور ونه کړي چې له اداري فساد سره مبارزه په جدي توګه تقعبیږي.

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزد یار وايي: «د یوې سالمې ادارې او له اداري فساد سره مبارزه باید چې لومړی له ارګ او سپېدار ماڼۍ پیل او نورو دولتي ادارو ته وغزول شي. څو پورې چې دې برخه کې اقدام ونه کړي، له اداري فساد سره د مبارزې په پروسې به خلک باور ونه کړي.

د روڼتیا د څار بنسټ هم په دولتي بنسټونو کې د اداري فساد پر شته والي اندېښنه ښکاره کوي او وایی، زورواکي او لوړپوړي چارواکي په اداري فساد کې ښکېل دي.

د روڼتیا د څار بنسټ د عامه اړیکو مسوول خیبر سباوون وايي: «په نظام کې د فاسدو اشخاصو شته والی دی چې حکومت فشار نه شي راوستی، یو شمېر زور واکي اشخاص دي چې د سیاسي ملاتړ په لرلو سره اداري فساد تمویلوی.»

د روڼتيا نړیوال سازمان د څو وروستیو کلونو په رپوټونو کې افغانستان د فاسدو هېوادونو په سر کې راځي. خو ولسمشر غني وایی، فساد کې محدود چارواکي او قاچاق وړونکي لاس لري او د ټول هېواد نوم یې بد کړی دی. دی وایی، له اداري فساد سره جدي مبارزې ته ژمن دی.

خبریال: عبدالعزیز کریمي

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!