تازه خبرونه
د قطر ناسته د ناسم مدیریت له کبله تر سره نشوه- عبدالله عبدالله
د هېواد اجرائیه مشر وايي، چې په قطر کې د افغانانو خپلمنځي غونډه د ناسم مدیریت له کبله تر سره نه شوه.
په قطر کې د افغانانو د خپلمنځي خبرو له لغوه کیدو پېنځه ورځې وروسته اجرائيه مشر عبدالله عبدالله د غونډې د نه تر سره کیدو پر لامل وغږید.
هغه د وزیرانو شورا د دوشنبې د ورځې( د غویی ۲) په غونډه کې وویل، چې د ناسالم مدیریت له کبله د دوحې خبرې ونشوې.
د اجرائیه مشر په باور؛ د ناسالم مدیریت له کبله د خبرو لپاره تر لاسه شوی چانس له لاسه ووت.
اجرائيه مشر عبدالله عبدالله وایي؛ په خواشینۍ، چې د سولې د خبرو لپاره په قطر کې رامنځته شوې زمینه مو د ناسم مدیریت له کبله ګډوډه شوه.
هغه ټینګار کړی، چې که یو ځل بیا د خبرو زمینه برابره شي؛ حکومت چمتو دی، چې ګټه ترې پورته کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له ولسمشر غني سره په تیلیفوني خبرو کې د دوحې د خبرو د نه تر سره کیدو له کبله خواشیني ښودلې او غوښتنه یې کړې، چې هر څومره ژر باید پر ټاکلي پلاوي هوکړه وشي.
واشنګتن په داسې حال کې د افغانانو پر خپلمنځي ناستې ټینګار کوي، چې د امریکایانو او طالبانو تر منځ د شپږم پړاو خبرې به په څو راتلونکیو ورځو کې پیل شي.
طالبانو ویلي، چې د خبرو په دې پړاو کې به د بهرنیو ځواکونو پر پوره وتلو بحث او خبرې وشي.
یو شمېر سیاسي څېرې خپلمنځي خبرې د سمرکند ناستې ته د پیل خبرې بولي.
د جمعیت اسلامي د رهبرۍ غړی محمد اسمعیل خان وایي؛ مونږ هیله من یو، چې ډېر ژر درېیمې ناستې ته ولاړ شو، چې په سمرکند کې تر سره کیږي. په دغسې شرایطو کې د سولې مشورتي جرګې تر سره کیدل د افغانستان د خلکو غوښتنه نده.
یوې سرچینې د نوم د نه ښودلو پر شرط ویلي، چې ولسمشر نه غوښتل د سولې مشورتي جرګې له جوړیدو مخکې افغان استازي د قطر په ناسته کې ګډون وکړي. ولسمشر په دې هیله و، چې له مشورتي جرګې وروسته به یاد پلاوی قطر ته ولاړ شي.
د سولې عالی شورا ویاند غفور احمد جاوید وایي؛ د سولې عالی شورا هڅې دا دي، چې سږکال د افغانانو خپلمنځي خبرې تر سره شي او په پای کې دغه کال د سولې کال شي.
ټاکل شوې وه، چې د تېرې پنجشنبې پر ورځ( د وري ۲۹) د افغانانو دوه سوه پنځوس کسیز پلاوی د خپلمنځي خبرو لپاره قطر ته ولاړ شي او د افغانانو په خپلمنځي ناسته کې، چې د اپریل پر ۱۹ او ۲۱ جوړیدونکې وه؛ ګډون وکړي، خو یاده غونډه د نوملړ پر سر لغوه شوه.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ1 day ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
لوبی1 day ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ