تازه خبرونه
د فرخندي د وژنې په تور څلور تنه په اعدام محکوم شول
د فرخندې د وژنې د قضیې څلور تنه تورن کسان د کابل د لومړنۍ محکمې له خوا په اعدام محکوم شول.
د دریمې حوزې د لومړنۍ محکمې قاضي دغه راز اته تنه هر یو په شپاړس کاله بند محکوم کړل؛ خو اتلس نور کسان یې د دلایلو د نه شتون له امله بې ګناه اعلام کړل.
ټاکل شوې دغه محکمه د یکشنبې په ورځ د نولسو پولیسو په تړاو چې په دندو کې د ناغیړي تور پرې لګیدلی، حکم صادر کړي.
د کابل د دریمې حوزې لومړنۍ محکمې د فرخندې د وژنې په قضیه کې د دیرشو تورنو کسانو په تړاو د حکم د صادرولو لپاره ناسته تر سره کړه. د فرخندې پلار او مور که څه هم د دغې دوسیې په وړاندې د خلکو هڅې او کړنې وستایلې؛ خو د محکمې له قاضي یې وغوښتل چې په دې اړه عدالت اجرا کړي.
د فرخندې پلارمحمد نادر:
“له ښاغلي قاضي څخه هیله لرم چې د محمدي شریعت او هیواد نافذه قانون سره سم هغوی ته جزا ورکړي او عدالت تامین کړي.
د فرخندې مورگل مکۍ:
“نور هیڅ ویل نه لرم او یوازې عدالت غواړو.
ذین الدین چې په ذین العابدین مشهور دی او د شاه دوشمشیره زیارت خادم دی، محمد یعقوب کوم کس چې فرخنده یې په تیږې وهله، شریف الله چې په شرف بغلاني مشهور دی کوم کس چې د فرخندې په وژنه او سوځولو کې ښکېل و او عبدالبشیر هغه کسان دي چې په اعدام محکوم شول.
اته تنه نور هر یو غیاث الدین، سیف الرحمان، حسیب الله ، اکرام الدین، غلام محمد، عبدالفتاح، محمد عمران او مهمند هغه تورن کسان دي چې محکمې هر یو په ۱۶ کاله بند محکوم کړل، محکمې اعلام وکړ چې دا وروستی حکم نه دی او تورن کسان کولای شي چې د ایستناف غوښتنه وکړي.
د محکمې رییس همدا شان د درې تنو د نیونې حکم وکړ څوک چې اصلي تورن کسان دي.
ټاکل شوې دغه محکمه د کابل د دوهمې امنیتي حوزې د نولسو پولیسو په اړه هم چې په دندې کې پرې د غفلت تور دی، د یکشنبې په ورځ خپل حکم اعلام کړي.
خبریال: حمید صدیقي
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه4 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ2 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ4 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی5 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی4 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
لوبی1 day ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ