Connect with us

د نوماندو پېژندنه

د عبدالقیوم کرزی لنډه پېژندنه

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

< ![endif]–>

عبدالقيوم کرزى د عبدالاحد کرزي زوى او د اوسني ولسمشر حامد کرزي مشر ورور دى، چې په ١٣٣٦ل کال په کندهار کې زېږېدلى دى.


پلار يې عبدالاحد کرزى په کندهار کې د پوپلزيو د قوم مشر و، چې د وروستي پاچا محمد ظاهرشاه د حکومت پر مهال د ملي شورا مرستيال وټاکل شو.


قيوم کرزى يوه خور او شپږ وروڼه لري.


قيوم کرزي د سياسي علومو لوړې زدهکړې په امريکا کې ترسره کړي دي.


نوموړى د ولسي جرگې په تېره دوره کې د کندهار د خلکو استازى و؛ خو پر غيرحاضرۍ يې د نيوکو له كبله په ٢٠٠٨م کال کې استعفا ورکړه.


قيوم کرزي، چې ډېره موده په امريکا کې تېره کړې اوسمهال په شخصي سوداگرۍ بوخت او
په راتلونکيو ولسمشریزو ټاکنو کې د سیالۍ په موخه يې ځان کاندید کړی دی.


وحیدالله شهراني او ابراهیم قاسمي یې لومړی او دوه یم مرستیالان دي.

Advertisement

د نوماندو پېژندنه

د محمد اشرف غنی احمدزی لنډه پېژندنه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

محمد اشرف غني احمدزى په کال ١٣٢٨ل. هـ كال په کابل کې زېږېدلى دى.


نوموړي لومړنۍ او منځنۍ زده کړې د کابل په استقلال او حبيبه ليسه کې پاى ته رسولې او د ښوونځي په پېر کې يې د امريکا په متحده ايالاتو کې د يو کلن پروگرام (AFS) بروال شوى دى.


احمدزي د لبنان د بيروت په امريکايي پوهنتون کې د سياسي علومو له څانگې د ليسانس دورې له بشپړولو وروسته خپله لومړۍ ماسټري له ياد شوي پوهنتون څخه په سياسي علومو ترلاسه کړه.


ده همدا راز خپله دوه يمه ماسټري د کولمبيا له امريکايي پوهنتون څخه د نړيوالو اړيکو او انسان پېژندنې او درېيمه ماسټري له همدې پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې ترلاسه کړې ده.


احمدزي د انسان پېژندنې په برخه کې خپله دوکتورا هم د کولمبيا له پوهنتون څخه اخستې ده.


همدارنگه نوموړي ته يوه افتخاري دوکتورا د امريکا د متحده ايالاتو دسکرانتن د پوهنتون لخوا او بله افتخاري دوکتورا دکاناډا د گلف پوهنتون لخوا ورکړ شوې ده او د يوه کال لپاره يې د پاکستان د کراچۍ او لاهور په مدرسو کې د سيرت نبي (ص) په برخه کې زدهکړې کړې دي.
نوموړي د اسلام د سپېڅلي دين د نفاذ، د ښځو د حقونو او ټولنيز عدالت، په قبايلي ټولنه کې د اسلام او دولت جوړښت، داسلامي شريعت په محکمه کې د تشنج او ناورين حل، د افغانستان د معاصرو ادبياتو، له ١٥ مې پېړې څخه تر ١٩ پېړۍ پورې د افغانستان  د ٤ سوه کلن تاريخ او ناکامو دولتونو او د هغو د برياليتوب د لارې په اړه څېړنې کړي او آثار يې ليکلي دي.


احمدزي د ډنمارک داروس، دامريکا د بکلي او جانزهويکنز په پوهنتونونو کې د استاد، دنړيوال بانک دستراتيژۍ او کړنلارې دجوړولو په برخه کې د رييس او د  ٢٠٠١م کال د دسپتمبر له ١١ وروسته د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو استازي (اخضر ابراهيمي) د سلاکار په توگه دندې ترسره کړې دي.


همدارنگه نوموړي د حامد کرزي په مشرۍ له موقتې ادارې وروسته د انتقالي ادارې د ستر سلاکار، په افغانستان کې د مرستو د انسجام ادارې د رييس او په انتقالي دوره کې د ماليې د وزير په توگه او د دې دورې له پاى ته رسيدو وروسته ديوې مودې لپاره د کابل پوهنتون رييس پاتې شوى دى.


اشرف غني احمدزى د تېرو دوه کلونو په اوږدو کې د امريکا د وکيلانو د نړيوال عدالت په پروگرام کې د قانون د حاکميت پروژو د عالي مشورتي کميتې غړى و او د بروکنگ موسسې د پروژې د عالي کميتې ( په نړۍ کې د سولې او امن رامنځته کيدل ) غړيتوب يې هم درلود.

Continue Reading

د نوماندو پېژندنه

د داکتر عبدالله عبدالله لنډه پېرژندنه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

داکتر عبدالله عبدالله، د غلام محي الدين خان زمريالي زوى دى، چې په ١٣٣٨ل کال په کابل کې زېږېدلى. پلار يې په افغانستان کې د شاهي دولت پر مهال د شورا په وروستيو کې له کندهار ولايت څخه انتصابي سناتور و.

داکتر عبدالله عبدالله په ١٣٥٥ل کال د کابل نادريه ليسه پاى ته رسولې او په ١٣٦٢ل کال کې يې د کابل پوهنتون په طبي څانگه کې خپلې لوړې زده کړې پاى ته رسولي دي.


داکتر عبدالله عبدالله له فراغت وروسته د کابل په نور روغتون کې د سترگو د داکتر په توگه كې دنده ترسره کړې ده.

نوموړي په ١٣٦٣ل کال کې پاکستان ته مهاجر شو او تر ١٣٦٤ل کال پورې د سيد جمال الدين افغان په روغتون کې دنده ترسره کړه.


ښاغلي عبدالله په ١٣٦٤ل کال کې د جهاد په جبهه کې شامل شو؛ لومړى د پنجشېر جبهې د روغتيايي سرپرست په توګه او وروسته په ١٣٧١ل کال کې د کابل تر آزاديدو پورې د احمد شاه مسعود د سلاکار او همکار په توگه دنده ترسره کوله.


داکتر عبدالله له ١٣٧١ل څخه تر ١٣٧٥ل پورې په کابل کې د ملي دفاع وزارت د دفتر رييس او وياند و.
د طالبانو لخوا د کابل له نيولو وروسته نوموړى له ١٣٧٥ل څخه تر١٣٨٠ل کال پورې په شمال کې د استاد برهان الدين رباني په مشرۍ د افغانستان د اسلامي دولت د بهرنيو چارو وزارت مرستيال او سرپرست و.


د طالبانو حکومت له ړنگيدو وروسته په ١٣٨٠ل کال کې په لنډمهاله او انتقالي حکومت کې د بهرنيو چارو وزير و ټاكل شو.


نوموړي پېنځه کاله د بهرنيو چارو د وزير په توگه دنده ترسره کړه او وروسته په ١٣٨٥ل کال په کابينه کې د بدلونونو په ترڅ کې داکتر رنگين دادفر سپنتا د هغه ځاى ناستى شو.

داکتر عبدالله عبدالله په وروستي ځل له وزارت وروسته له حزبي فعاليتونو پرته پر دولتي څوکيو دنده نه ده ترسره کړې.


نوموړي د تېرو ولسمشريزو ټاکنو پرمهال د تغيير او اُميد په نامه ائتلاف جوړ کړ، چې وروسته يې د ځينو سياسي گوندونو د مشرانو او د ولسي جرگې د ځينو غړيو په يوځاى کيدو په ملي ائيلاف واوښت.


عبدالله د يو شمېر سياسي گوندونو له مشرانو د جوړې شوې ملي متحدې جبهې غړى هم دى. که څه هم دې جبهې په لومړيو کې راتلونکيو ولسمشريزو ټاکنو کې د سيالۍ په موخه د يوه کانديد د وړاندې کولو خبره کوله؛ خو وروسته د جبهې د سر غړيو د راتلونکي کال په ټاکنو کې له بېلابېلو کانديدانو ملاتړ وکړ.
عبدالله په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې د مخکښو کانديدانو له ډلې و، چې د راى شمېرنې په پايله کې له اوسني ولسمشر حامد کرزي وروسته ډېرې رايې ترلاسه کړې وې.


اوس نوموړى د راتلونکي کال د ولسمشريزو ټاکنو لپاره نوماند ؛ د حزب اسلامي غړى انجنير محمد خان يې لومړى مرستيال او د حزب وحدت اسلامي افغانستان مشر حاجى محمد محقق يې دوه يم مرستيال دى.
داکتر عبدالله عبدالله ويلي په هېواد کې د آرامۍ راوستل، خلکو ته د پتمن ژوند برابرول او د عادلانه او تلپاتې سولې راوستل يې له کاري لومړيتوبونو دي.


عبدالله واده کړی؛ يو زوی او درې لوڼې لري.

نوموړی په پښتو، دري او انگلېسي ژبو روانې خبرې کولی شي.



Continue Reading

د نوماندو پېژندنه

د عبدالرحیم وردگ لنډه پېژندنه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

< ![endif]–>

عبدالرحيم وردگ د عبدالغني وردگ زوى، په ١٣٢٣ل کال په وردگ ولايت کې زېږېدلى د ى.
نوموړي له هغې وروسته، چې د کابل په حبيبيه لسيه کې يې خپلې لومړنۍ زده بشپړې کړې په حربي پوهنتون کې شامل شو.


وردگ خپلې لوړې پوځي زده کړې په امريکا او د مصر د علي نصر په اکاډمۍ کې ترسره کړي او په کابل کې د حربي پوهنتون د استاد په توگه يې هم کار کړى دى.


هغه پر افغانستان د شوروي د يرغل پرمهال، د پير سيد احمد گېلاني په مشرۍ د ملي محاذ گوند د پوځي برخې د مشر په توگه دنده ترسره کړې ده.


نوموړي د جهاد پرمهال په افغانستان کې د اسلامي محاذ د جبهاتو قوماندان هم پاتې شوى. د ملي دفاع وزارت د پروتوکول مرستيال او د مهاجرت پرمهال د اسلامي محاذ گوند د پوځي مرستيال په توگه يې هم دنده ترسره کړې ده.


عبدالرحيم وردگ د کمونستي رژيم له سقوط وروسته، د اردو دلوى درستيز، د افسرانو قوماندان او د اردو د روزنې د کميسيون د مشر په توگه دندې ترسره کړې دي.


نوموړى وړاندې له دې، چې د ٢٠٠٤م کال په وروستۍ مياشت کې د ولسمشر حامد کرزي لخوا د ملي دفاع د وزير په توگه وټاکل شي، د ملي دفاع وزارت د مرستيال په توگه يې دنده ترسره کوله.


عبدالرحيم وردگ د ٢٠١٢م کال په اگست مياشت کې د پاکستان د راکټي بريدونو په تړاو د ولسي جرگې لخوا سلب صلاحيت شو او وروسته د ولسمشر حامد کرزي لخوا د امنيتي چارو سلاکار وټاکل شو.


وردگ د راتلونکي کال په ولسمشريزو ټاکنو کې د سيالۍ په موخه ځان کانديد کړ او د ولسمشر د سلاکار په توگه له خپلې دندې استعفا وکړه.


د ولسي جرگې پخواني غړي شاه عبدالاحد افضلى او سيد حسين انوري يې لومړى او دوه يم مرستيالان دى.


وردگ په پښتو، دري او انگليسي ژبو روانۍ خبرې کولى شي او په پوځي برخه کې يې يو شمېر کتابونه هم ليکلي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!