تازه خبرونه
د طالبانو د پناهځایونو د له منځه وړلو ستراتیژي دې جوړه شي
د امریکا د پوځ یو پخوانی چارواکی وايي؛ د طالبانو پناهځایونه په پاکستان کې دي او د پاکستان پوځ هغو ته استخباراتي معلومات، روزنه او لوژیستیکي مرستې برابروي.
متقاعد جنرال جان کین، چې په افغانستان کې د طالبانو پرضد د جګړې د ګټلو لپاره پکارده، چې د پاکستان په خاوره کې د دې ډلې پناهځایونه له منځه یووړل شي.
جنرال جان کین وایي، په افغانستان کې له پېنځلس کلنې جګړې وروسته بریا ناشونې ده. امنیتي وضعیت د ترینګلتیا او دغه راز افغان دولت د کمزورتیا په حال کې دی.
نوموړی پخوا د پوځ مرستیال رييس او د جنګي مطالعاتو د انستیتیوت رييس و .
هغه وویل، د پاکستان پوځ افغان طالبانو ته د استخباراتي معلوماتو، روزنې او لوژیستیک په برخو کې مرسته ورکوي.
ده د سې شنبې په ورځ د امریکا د مشرانو جرګې د وسلوالو خدماتو کمیتې ته د نړیوالو ګواښونو په اړه د معلوماتو وړاندې کولو پر مهال وویل؛ لازمه ده یوه داسې نوې ستراتیژي خپله شي، چې په پاکستان کې پناهځایونه له منځه یووړل شي.
متقاعد جنرال جان کین همداراز وویل؛ هیڅ یاغي او چریکي ډله تر هغې ماته شوې نه ده، چې د جګړې له سیمې د باندې یا له هېواده د باندې یې پناهځایونه له منځه وړل شوي نه وي.
د هغه په وینا؛ په افغانستان کې له دوه همهاله بغاوتونو سره د مبارزې لپاره د امریکایي ځمکنیو ځواکونو شمېر ډېر لږ دی او د اوباما سیاست د جګړې د ګټلو نه دی، بلکې په افغانستان کې د امریکا د ماموریت پای ته رسول دي. د امریکا نوی دولت باید یوه سیاسي او امنیتي ارزونه وکړي. دې حقیقت ته په کتو، چې ممکن پېنځلس کاله جګړییزې هڅې بې ځایه تللي دي. څه، چې اړتیا ده یوه نوې تګلاره ده په پاکستان کې د پټنځایونو د له منځه وړلو ژمنه او د افغان ځواکونو پیاوړتیا، چې اړتیا لري په کې استخباراتي ملاتړ، تهاجمې چورلکې، جنګي الوتکې، په لاس له جوړو شویو لاسي بمونو سره د مبارزې وسایل، لوژیستیک او د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو ډېروالی بنسټیزه اړتیا ده. د امریکا او افغانستان له ارادې پرته په دې جګړه کې بریا هیڅکله نه شي تر لاسه کیدلی.
دا جنرال یواځینی کس نه دی، چې د افغنستان په وړاندې د امریکا پر سیاست نیوکه کوي، د سنا د پوځي کمیتې رییس او جګپوړی سناتور له نوي دولت غواړي، چې د افغانستان په وړاندې نوې پوځي تګلاره جوړه کړي.
د امریکا د سنا د پوځي کمیتې رییس جان مک کین وایي، راتلونکی ولسمشر به پرېکړه کوي، چې څرنګه د افغانستان په جګړه کې زمونږ بریالیتوب تضمین کړي، مونږ به په افغانستان کې خپلو سرتېرو ته هغه څه برابر کړو، چې پر مټ یې بریالیتوب تر لاسه شي او سرتېري باید وضعیت ته په کتو سره وساتو.
د امریکا د پوځي کمیتې جګپوړی سناتور جک رید وایي، زه هیله من یم، چې راتلونکی دولت به شرایطو ته په کتو په افغانستان کې د سرتېرو د ساتلو لپاره نوې تګلاره په پام کې ونیسي.
ده د افغانستان په وړاندې د اوباما پر پالیسۍ هم نیوکه وکړه او ویې ویل، چې د اوباما پالیسي دا نه وه، چې جګړه وګټي، بلکې د ده پالیسي داوه، چې په افغانستان کې د امریکا ښکېلتیا پای ته ورسوي.
ده همداراز وویل، د امریکا نوی حکومت باید سیاسي او امنیتي ارزونه وکړي او د افغانستان د پېنځلس کلن جنګ د نه ګټل کیدوعوامل وڅېړي.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه4 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ2 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ4 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی5 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی4 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
لوبی1 day ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ