Connect with us

تازه خبرونه

د خوست پوليس به چاته اجازه ورنه کړي چې يوه لوېشت خاوره يې هم لاندې کړي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

rrrrrrrrrrrrrr

د خوست امنيه قوماندان جنرال فیض الله غيرت وايي، که په خاوره يې څوګ تېرى وکړي، سخت ځواببه ورکړي. نوموړى وايي، په دې ولايت کې له پاکستان سره د ډيورنډ په پوله سرحدي ځواکونه مېشت دي او په وروستيو کې د دغې کرښې په اوږدو کې هېڅ کومه امنيتي پېښه نه ده شوې.

نوموړی جنرال وايي، د خوست ټولو ولسواليو ته د ځمکې له لارې اکمالات کوي. په داسې حال کېچې د خوست قومي مشران هم په هر حالت کې د افغان ځواکونو ملاتړ کوي.

د هېواد په سويل ختيځ کې خوست يو سرحدي ولايت دی چېپه دې وروستيو پکې د هېواد د نورو سيمو په پرتله امنيتي حالت ښه شوى دى. د دې ولايتامنيه قوماندان وايي، په خوست کې امنيتي ارګانونه وايي چې په دې ولايت کې عمليات په همغږۍ سره کېږي او له دوى سره په پراخه کچه ولسي همکاري موجوده ده. نوموړى زياتوي، ټولې ولسوالۍ او سرحدي سيمې د دولت تر کنټرول لاندې دي.

خوست له پاکستان سره د ډيورنډ کرښې په پوله کې اوږد سرحد لري، چې ځينې وختونه له پولې را اوښتونکي وسله وال په افغان پوستو بريدونه کوي. خو د خوست امنيه قوماندان وايي، په دې وروستيو په سرحد امنيتي ستونزې نشته.

هغه خبردارى ورکوي، که هرڅوکيوه لوېشت افغان خاوره لاندې کړي، ځواکونه به يې سخت ځواب ورکړي.

د خوست امنيه قوماندان همداراز زیاتوي چې په دې ولايت کې د امنيت پر وړاندې ستر ګواښ د سړک د غاړې ماينونه دي، چې هره مياشت يې سرتيري له پنځوس تر ٧٠ اويا ماينونه ناکاره کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د خوست په ځينو سيمو کې خلکو د قومي جوړښت له مخې اربکي را ويستلي او په خپلو وسلو او مرميو يې په خپلو کليو کې امنيت خوندي کړى دی.

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!