تازه خبرونه
د حکمتیار زرګونه پلويان د دولت په ملاتړ جګړې ته تيار دي
حزب اسلامي وايي، زرګونه پلویان یې له افغان حکومت سره یو ځای د ترهګرۍ په خلاف مبارزې ته تیار دي. د حزب اسلامي استازی محمد کریم امین وايي که د دغه ګوند پروګرامونه عملي شي، په یوه کال کې به د تاوتریخوالي کچه پنځوس په سلو کې راکمه شي.
نوموړی وايي چې د امنیت د ټینګښت له پاره یې حکومت ته تازه وړاندیز کړی دی او غواړي چې د سیمه يیز نفوذ له مخې د امنیت په ټینګښت کې ونډه واخلي. ښاغلی امین وايي چې همدا اوس یې زرګونه پلویان تیار دي چې د حکومت په خوا کې د ترهګرو خلاف مبارزې ته دوام ورکړي.
له ګلبدین حکمتیار سره د سولې د تړون له لاسلیک وروسته هیلې داسې وې چې ناامنۍ به راکمې شي، خو د هیلو خلاف جګړې شدت وموند. اوس د حزب اسلامي استازی محمد کریم امین له اریانانیوز سره په خبرو کې وویل چې د دغه ګوند زرګونه پلویان تیار دي چې د سخت دریځو او ترهګرو په خلاف د حکومت په خوا کې ودرېږي. هغه وايي چې همدا اوس په وردګو، لوګر او لغمان ولایتونو کې د خپلو وسله والو پلویانو په تثبیت کار کوي.
د حزب اسلامي د خبرو اترو د ډلې مشر محمد کریم امین وايي: ” د سولې د هوکړه ليک يوه ماده د نظامي فعاليتونو له منځه وړل وو چې د ګډ کميسيون په چوکاټ کې به د حزب اسلامي له نظامي ځواک کار واخيستل شي چې اوس په عملي توګه په وردګو، لوګر او لغمان ولايتونو کې يې په عملي توګه شمېرنه پيل شوې چې شمېر يې لسګونو زره ته رسېږي.”
امین زیاتوي که حکومت د دوی طرحه عملي کړي، په ولایتونو کې به پنځوس په سلو کې تاوتریخوالی راکم شي.
کريم امين زیاتوي: “حزب اسلامي د وضعيت د ښه والي له پاره مشخصه او اغېزلرونکې طرحه لري چې دا طرحه حکومت ته سپارل شوې ده، نو که حکومت يې په عملي کولو سره له حزب اسلامي سره همکاري وکړي، نو پنځوس په سلو کې به تاوتريخوالي کم شي او ويلای شو چې د هېواد په نيمايي ولايتونو کې وضعيت بدل شي، دا کار به ځکه بریالی وي چې زموږ ډله په ولايتونو کې ډېر لوی نفوذ لري.”
د ګلبدین حکمیتار د حزب اسلامي دغه استازی وايي چې دوی په جګړه تاکید نه کوي او دا چې په سیمو کې نفوذ لري او د سولې د خبرو له لارې غواړي چې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه4 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ2 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ4 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی5 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه4 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی2 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
لوبی4 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ