Connect with us

تازه خبرونه

د تره خېل کسانو د ولسي جرګي امنيتي افسر په موټر وهلی

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2016-01-04-19h31m07s33

د ولسي جرګې د غړي ملا تره خیل ساتونکو د ولسي جرګې اړوند یوه امنیتي افسر په موټر وهلی او ټپي کړی یې دی.

 د ولسي جرګې غړي ادعا کوي چې د ملا تره خېل ساتونکو په داسې حال کې جرګې ته له موټر سره د ننوتو هڅه کوله چې ملاتره خېل له هېواده بهر په هند کې دی.

د یکشنبې په ورځ د ولسي جرګې د غړي ملاتره خېل محمدی وسله والو ساتونکو غوښتل چې په زور ملي شورا ته د ننه شي، خو کله چې د امنیتي ساتونکو له خوا د هغوی مخه ونیول شوه نو د موټر په وسیله یې یو افسر ټپي کړ. د ولسي جرګې یو شمېر غړو دغه عمل په کلکه وغانده.

 د ولسي جرګې غړې وږمه ساپۍ وايي: “ظلم روان دی په شورا کې وکیل خوله پټوي، صاحب منصب په موټر وهل کېږي، وکیل چې نشته باډيګارډ څه کوي چې شورا ته ننه وزي.”

د ولسي جرګې غړی عبیدالله بارکزی وايي: “هر سرتېری مو د سترګو تور دی د آی، اېس، آی او د نړیوال ترورېزم ماشه یې پر وړاندې برابره ده موږ هم که په هغوی لاس پورته کوو مات دې شي.”

خو د ولسي جرګې رییس د دغې پېښې په تایید سره وويل چې له نوموړي افسر څخه معذرت غوښتل شوی.

عبدالروف ابراهیمي زياته کړه: “په داسې حال کې چې تره خېل په هند کې دی ساتونکو يې بې احترامي کړې، د پېښې عاملین د څو ساعتونو له پاره نیول شوي وو خو بیا يې د سپین ږیرو له خوا عذر وغوښت او مقابل لوري ته يې پسه راووس.”

 د ملي شورا د استازو له خوا دا لومړی ځل نه دی چې پولیس افسران او امنیتي کسان وهل کېږي. تر دې وړاندې هم داسې پېښې شوې خو چا د مخنیوي له پاره کوم اقدام نه دی شوی.

خبريال: عبدالعزیز کریمي

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!