Connect with us

تازه خبرونه

د ترمپ په احتمالي کابینه کې زلمی خليلزاد بهرنيو چارو وزارت ته نوماند شوی

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

_92417187_64034a37-3ece-44bb-9d1f-a583bdfccfcd

د امريکا مشهورې ورځپاڼې نيويارک تايمز د دونلدترمپ د احتمالي کابينې لست خپور کړ،چې په کېد امريکا بهرنيو چارو وزارت ته د زلمي خليلزاد په ګډون د پېنځه تنو نومونه راغلي دي.

د دغې ورځپاڼې په لست کې؛زلمی خليلزاد  د امريکا بهرنيو چارو وزارت ته؛ جان بولتن، باب کروکر، نيویت ګینګریچ او ستنلي مکریستل یې نور احتمالي نومانداندي.

زلمي خليلزاد په افغانستان، عراق او ملګرو ملتونو کې د امريکا د سفير په توګه دنده ترسره کړې او جمهوريپال ګوند ته يو له نژدې کسانو ګڼل کېږي.

د نيويارک تايمز په دغه لست کې ګڼ نومونه راغلي، چې په هغو کې د سپتمبر يوولسمې پر مهال د نيويارک ښاروال رودولف جولياني د دوه نورو کسانو تر څنګ د احتمالي لوی څارونوال په توګه ښودل شوی دی.

په دې لست کې دفاع وزارت ته د کیلي ايوت، مايکل فلين، ستیفن هدلي، جان کیل او جیف سيسزنز نومونه راغلي دي.

زلمی خليلزاد يو له هغو امريکايي سیاستوالو دی، چې په افغانستان کې د پاکستان پر رول ډېرې نيوکې کوي.

په تېر جولای کې خليلزاد له رسنیو سره په خبرو کې د پاکستان استخباراتي اداره ای ایس ای د حقاني شبکې او افغان طالبانو پر ملاتړ تورنه کړې وه او ويلي يې ول، چې اقتصادي او پوځي بنديزونه دې پرې ولګول شي.

نیويارک تايمز ورځپاڼې د ترمپ وروستيو ويناوو ته په نغوته کې دا هم په ډاګه کړې وه؛چې نوموړی په افغانستان کې د سرتېرو ساتنې تهليواله دی.

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!