Connect with us

تازه خبرونه

د برتانيې هېواد سلطنتي افتخاري توره، افغان سرتېري ته ډالۍ شوه

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

 

vlcsnap-2017-01-26-15h53m32s153

د برېتانیا د دفاع وزیر مایک پننګ د خپل هېواد د سلطنتي اکاډمۍ افتخاري توره په کابل کې یوه افغان افسر ته ډالۍ کړه. د افغانستان د پوځ لوی درستیز دا د افغان پوځ له پاره ستر ویاړ ګڼي چې د بریتانیا د اکاډمۍ توره یې تر لاسه کړې ده.

د برېتانیا د دفاع وزیر کابل ته د خپل سفر په لړ کې د افغانستان په پوځ کې د خیالي سرتېرو په اړه اندېښنه وښوده او زیاته یې کړه چې په دې برخه کې باید جدي څېړنې وشي. پننګ هغو هېوادونو ته چې په وینا یې له ترهګرو ملاتړ کوي، خبرداری ورکړ چې له ترهګرو ډلو سره خپلې مرستې بندې کړې.

افغان افسر بهزاد حیدري چې د برېتانیا د سن هرتس په پوځي اکاډمۍ کې د یودېرشو هېوادونو د دوو سوو محصلینو په منځ کې د دغې اکاډمۍ د ویاړ تورې مستحق بلل شوی. د ویاړ دغه توره په کابل کې د برېتانیا په سفارت کې افغان افسر بهزاد حیدري ته وسپارله. د برېتانیا د دفاع وزیر دا د افغان پوځ او افغانانو له پاره افتخار وباله چې د سن هرټس اکاډمۍ د ویاړ توره یې خپله کړه.

د برېتانیا د دفاع وزیر مایک پننګ وايي: “افغانانو ته زما پیغام دا دی چې له افغان پوځونو سره د برېتانیا مرستې لکه اوسپنه داسې په خپل ځای ولاړې دي. د دغه ډول جایزې تر لاسه کول شجاعت ته اړتیا لري چې دا افغان پوځ کې تر سترګو لیدل شوي دي.”

د افغانستان د پوځ لوی درستیز قدم شاه شهیم وايي: “د افغانستان او برېتانيا اړيکې پخوانۍ او له لوړو ټيټو سره مل دي. دې هېواد د افغانستان د وضعيت د ښه له پاره ډېر کارونه کړي دي او ډېرې لاسته راوړنې لري.”

د افتخاري تورې ګټونکی بهزاد حیدري وايي: “څه مې چې تر لاسه کړل دا زما له پاره لوی وياړ دی، څه مې چې د برېتانيا له وسله والو ځواکونو زده کړي، د هېواد په جوړولو کې به ډېر اغېزمن وي.”

برېتانیا اوس په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ماموریت په چوکاټ کې پنځه سوه سرتېري لري چې افغان پوځ ته سلامشورې ورکوي. د دغه هېواد د دفاع وزیر د افغان پوځونو په لیکو کې په خیالي سرتېرو اندېښنه وښوده.

د خیالي سرتېرو په هکله اندېښنه واقعي ده. دا زمونږ د مرستو او روزنې د ماموریت له پاره ډېره مهمه ده چې د سرتېرو دقیقه شمېره ولرو. که په دغه برخه کې فساد شوی وي، افغان حکومت یې باید جدي وڅېړي. دا کار د افغانانو او نړیوالو ملګرو له پاره هم مهم دی.

په همدې وخت کې د برېتانیا د دفاع وزیر د ترهګرو ملاتړو هېوادونو ته خبرداری ورکړ چې له ترهګرو ډلو سره خپلې مرستې بندې کړي.

مايک پننګ زیاتوي: “د نړۍ په هر کونج کې چې هر هېواد وي او د سخت دریځو ملاتړ کوي، باید له دغه کاره لاس واخلي زه د کوم ځانګړي هېواد نوم نه اخلم ولې دا هر هېواد وي، باید دغه کار ودروي. زه د افغان پوځ په وړتیاوو ډاډه یم.”

د برېتانیا د دفاع وزیر په افغانستان کې د سولې د خبرو له لارې د جګړې په پای ته رسېدو هم ټينګار وکړ.

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!