Connect with us

تازه خبرونه

د امریکا دفاع وزیر په یو ناڅاپي سفر کابل ته راغلی

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

kartar

د امریکا دفاع وزیر اشتون کارتر نن سهار په یو ناڅاپي سفر د بګرام هوایي ډګر کې راکښته شوی او بیا ارګ ته په سفر راغلی دی.

اشتون کارتر په دې سفر کې له ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رییس داکتر عبدالله عبدالله او د حکومت له نورو مشرانو سره لیدل کتل کړي دي.

کارتر او د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې وروسته یوې ګډې خبري ناستې ته راڅرګند شول.

ولسمشر محمد اشرف غني له افغانستان سره د امریکا له مرستو مننه وکړه او دا یې هم وویل، چې امریکایي سرتېرو دلته د افغانستان د راتلونکي لپاره ځانونه ځار کړي دي.

اشتون کارتر وویل ؛ زه او اشرف غني له افغانستان سره د اوږد مهاله مرستو په هیله هوکړې ته رسیدلي یو.

د هغه په وینا؛ امریکا د اوږده مهال لپاره پر خپلو ژمنو ولاړه ده.

کارتر دا هم وویل، چې افغان ځواکونو وښوده ، چې طالبان نور په افغانستان کې واک ته رسیدلی نشي.

هغه تر ۲۰۲۰ کاله د خپلو مادي مرستو ډاډ څرګند کړ او په ډاګه یې کړه، چې امریکا به هر کال ۵ میلیارد دالر افغان حکومت ته ورکوي.

کارتر داهم وویل، چې خپلو سرتېرو ته د خواخوږۍ ډاډ اړ کړم، چې کابل ته راشم.  

کارتر په داسې حال کې کابل ته سفر کړی، چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما د ۲۰۱۷ کال تر پایه د خپلو ۸۴۰۰ سرتېرو د پاتې کیدو غږ پورته کړی او کارتر هم دا نېټه تائید کړه.

د امریکا دا پرېکړې هغه مهال رامنځته شوه، چې د افغانستان په ماتیدونکيو حالاتو کې د وسلوالو طالبانو تر څنګ د داعش او نورو بهرنیو جنګیالو د وسلوال فعالیت هڅې راڅرګندې شوې.

د امریکا دفاع وزیر اشتون کارتر په داسې حال کې د افغانستان سفر کوي، چې د وارسا او بروکسل ناستې هم تر سره شوې او ناتو هم د خپلو همکاریو د غزولو ډاډ ورکړی دی. 

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!