Connect with us

تازه خبرونه

د افغان کلمې نه ليکل کېدو د تذکرو د وېش لړۍ درولې

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د کابل او یو شمېر ولایتونو اوسېدونکي وايي چې د ملي یووالي حکومت باید په ملي مسایلو کې قومي، ژبني او سمتي مسایل ونه پالي. دوی وايي چې د سیمې او په ځانګړې توګه د پاکستان استخبارات په هېواد کې د یو شمېر نفوذ لرونکو کسانو له لارې هڅې کوي چې د برېښنايي تذکرو د وېشلو بهیر ګډوډ کړي.

داسې برېښي چې د برېښنايي تذکرو ملي پروسه د یو شمېر سیاسي کړیو له خوا یرغمل شوې وي. ټاکل شوې وه چې د برېښنايي تذکرو وېش د زمري په اته ویشتمه پیل شي، خو دا چې په دغو تذکرو د افغان کلمې د نه لیکل کېدو يو لړ ستونزې وزېږولې.

د کابل یو شمیر اوسېدونکي وايي چې د ملي یووالي د حکومت د رهبرانو د کمزورۍ له کبله د برېښنايي تذکرو وېش نه پیلېږي.

افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې لا تر اوسه يې د وګړو شمېر نه دی روښانه او وګړي يې معیاري تذکرې هم نه لري.

د کندهار ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي چې پاکستان نه غواړي په افغانستان کې ملي بهيرونه وپالل شي.

د خوست ولایت وګړي هم په دې هکله ګیلې او شکایتونه لري.

د بلخ ولایت اوسېدونکي بیا وايي چې حکومت باید هغو کسانو ته اجازه ورنه کړي چې ملي مسایل بابېزه ګڼي او په ملي مسایلو کې، ژبني او قومي مسایل را مخکې کوي.

د هرات اوسېدونکي هم په تمه دي چې هر څومره ژر د برېښنايي تذکرو وېش پیل شي.

په همدې وخت کې یو شمېر کړۍ ټينګار کوي چې په نویو تذکرو د هر چا قوم ولیکل شي او ځینې نور بیا ټينګار کوي چې ټولو وګړو ته یوازې د افغان کلمه لیکل ستونزه حل کولی شي.

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!