تازه خبرونه
دونالد ترمپ له خپل اجرائیوي فرمان دفاع وکړه
د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ لهخپل هغه اجرائيوي فرمان دفاع وکړه،چې له مخې يې په لنډ مهاله توګهامريکا ته د اووههېوادونو د کډوالو د تګ مخه نيول کېږي.
د دغو اووههېوادونو اکثريت اوسېدونکي مسلمانان دي، خو ښاغلي ټرمپ ټينګار وکړ،چې دا پر مسلمانانو بنديز نهدى.
ولسمشر ترمپ په يوه رسمي بيان کې ويلي؛کله،چې په ٩٠ ورځو کې د مهاجرت چارې او اقدامات خوندي شي، امريکا به د ټولو هېوادونو اتباعو ته د ويزو ورکول بيا پيل کړي.
د سپينې ماڼۍ يوه لوړرتبه چارواکي امريکا ته پر مهاجرت د لګول شويو محدوديتونو،چې ولسمشر دونالد ترمپيې امر کړى؛دفاع وکړه.
د امريکا د ولسمشر ۍ د دفتر ریيس رينس پريبس له “NBC” تلویزيون سره پرون يکشنبه په یوه مرکه کې د ولسمشر ترمپ د دستور دفاع وکړه.
د نوموړي په وينا له هغو درې لکه او ٢٥ زره کسانو،چې د شنبې په ورځ امريکا ته داخل شوي، ١٠٩ تنهيې ساتلي دي.
د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ د جمعې په ورځ د ده په وينا له بهرنيو تروریستانو څخه د خپل هېواد د ساتنې لپاره له اووهاسلامي هېوادونو څخه امريکا ته د کډوالو ورتګ د ٩٠ ورځو لپاره وځنډاوه، چې موخه یې څارنې د يوه نوي بهیر رامنځته کول دي.
دغه اووه هېوادونه ايران، عراق، ليبيا، سوماليا، سوريه، سوډان او يمن دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د کانادا د کيوبیک ښار پوليسوويلي، چې په یو سیمه ییز جومات کې د لمانځه پر مهال پر ډزو ٦ کسان وژل شوي او ٨ ټپيان دي.
د کيوبېک د پوليسو وياندې کرستين کولمب دا هم ويلي، چې د پېښې په تړاو دوه مشکوک کسان نيول شوي دي.
هغې ونه ويل،چې د کيوبیک په اسلامي او کلتوري مرکز کې د تېرې شپې د پېښې انګېزه څه وه؛خو هغې په ډاګه کړې،چې په دې اړه څېړنې پيل شوې دي.
لهدې مخکې د مسجد ملا امام ويلي وه؛په دې پېښه کې ۵کسان وژل شوي دي.
يوه شاهد رسنیو ته ويلي،چې څه نا څه درې کسانو په دې بریدکې لاس درلود.
د کيوبېک ولايت صدراعظم فيليپ کويلارد دا بریديو وحشيانه تاوتريخوالى بللى او ويلي يې دي،چې د مسلمانانو په وړاندې دا د ترورېزم يو عمل و.
د کانادا صدراعظم جستين ترودو په تويتر کې ليکلي، نن شپه کانادايان د هغو کسانو لپاره وير کوي،چې د کيوبیک ښار پر يوه جومات په بزدلانه بریدکې وژل شوي دي.
کانادایي چارواکو تېره ورځ ویلي وه ، چې کانادا به هغو مهاجرینو ته ځای ورکړي، چې ترمپ یې مخه نیولې ده.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ1 day ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
لوبی1 day ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ