تازه خبرونه
حکومتي بنسټونه له قیصاري څخه د دوستم پرضد ګټه پورته کوي- جنبش ګوند
جنبش ګوند حکومتي بنسټونه په ځانګړ توګه ملي امنیت تورنوي، چې د جنرال دوستم پر ضد له نظام الدین قیصاري ابزاري ګټه پورته کوي.
جنرال دوستم ته نږدې کسان د نظام الدین قیصاري خبرو ته په غبرګون کې وایي، چې ملي امنیت د ولسمشر په ملاتړ له نظام الدین قیصاري څخه د دوستم پر ضد کار اخلي.
د جنبش ملي ګوند ویاند بشیر احمد ته ینچ وايي، ملي امنیت قیصاري ته د پوځي تجهیزاتو په برابرولو، چې اوس د دې بنسټ په بند کې دی؛ غواړي، چې ترې په ټاکنیزو کمپاینونو کې ګټه واخلي.
نظام الدین قیصاري په یوه پوځي غونډه کې خبرداری ورکړی، چې وروسته له دې د جنرال دوستم پر ضد دریږي او هغه د خپل ګوند د مشر په توګه نه مني.
نظام الدین قیصاري تېر کال د ملي امنیت لخوا په ورانکارو کړنو او وژنو کې د لاس درلودو پر تور نیول شوی و او کابل ته را ولیږدول شو؛ خو اوس، چې د ده دوسیه نده بشپړه شوې، د ملي امنیت د مجوزو کارتونو او وسلوالو افرادو په وړاندې دوستم ته خبرداری ورکړ او ویلي یې دي، چې د ولسمشر غني په مشرۍ له دولت جوړونکې ټاکنیزې ډلې سره د یو ځای کیدو لپاره په سلا مشورو بوخت دی.
ملي امنیت او لویې څارنوالۍ په دې اړه خبرې ندي کړي؛ خو لویه څارنوالي وایي، چې د قیصاري دوسیه اوس هم نده ور رسیدلې.
قیصاري وایي، داسې سندونه لري، چې جنرال دوستم د ملي امنیت په بند کې زما د پاتې کیدو هڅه کړې ده.
جنبش دا خبرې د ولسمشر یو ډول ټاکنیزې هڅې بولي، چې په وینا یې په دې بهیر کې د دوستم رول کمروزی کړي.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ5 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه5 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
نړۍ23 hours ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ