Connect with us

تازه خبرونه

حکومت مهمو پوستونو ته، ظرفیتونه له پامه غورزولي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

sana

په دې وروستیو کې د دولت پر یوشمېر لوړو پستونو د ځینو اشخاصو له ټاکلو وروسته، د مشرانو جرگې یو شمېر غړيو سخته نیوکړه وکړه.

دغه نیوکې په داسې حال کې راپورته شوې، چې په دې وروستیو کې د ولسمشر پخوانی ویاند اجمل عبید عابدي د ملي امنیت ریاست د پالیسۍ مرستیال په توگه وټاکل شو.

د مشرانو جرگي غړي د هيواد شرایطو ته په پام په کلیدی برخو کې د مهمو کدرنو پرگمارنه ټینگار کوي.

دمشرانو جرگې مرستیال محمد علم ایزد یار وایي:

 د ا ځرنگه  ټاکل دي، چې د ولسمشر ویاند  د ملي امنیت د پالیسۍ د مرستیال په توگه گمارل کیږي.  دملی وحدت حکومت مشران باید، چې له قانون سره سم  د قومونو تعادل او معیارونه په پام کې وینسي  پر ته له هغه هېواد له بحران سره مخ کیږي.

د مشرانو جرگې غړیفیصل سمیع وایي؛د عابدي ټاکل  مناسبهگمارنه نده؛ ملی امنیت ډېر مهم ځاي دی، چې باید بشپړه پاملرنه شوې وای.

د مشرانو جرگې غړی زلمی زابلي وایي:

دا داوړه نا اهل مشران دي، چې پېژندنه نه وي؛ نه څوک امنیت او نه هم وزارت ته معرفی کیږي؛  دوی د قوانیو خلاف ټاکنی کوي.

 د مشرانو جرگې غړي وايي، چې د ملي یوالي حکومت رهبران په خپلو ژمنو کې پاتی راغلي او ټاکنې تر ډېره  ځایه د شخصي پېژند گلوۍ او دتیمونو دځانگریو اړیکو له مخې شوي دي.

د ذمشرانو جرگي غړی صفی الله هاشمي وایي:

دملي وحدت حکومت رهبران قومي، سلیقوي او شخصي مسایلو ته په پاملرنه اشخاص ټاکي، چې  داندېښنې وړ ده.

دغه راز د مشرانو جرگې غړې اعظیم قویاشڅرگنده کړه، چې د ملي وحدت رهبرانو حرکتونه له داعیش او طالب  بد تر دي.  داعیش او طالب خلک وژني؛ خو دوی  په تدریجي توگه سیاسی وژني کوي.

دا نیوکې په داسې حال کې کیږي، چې د حکومت مشران په ټولو چارو کې اوس هم د اصلاحاتو پر راوستلو ټینگار کوي.

خبریال: عبدالعزیز کریمی

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!