تازه خبرونه
حکومت د طبیعي او کاني سرچینو مدیریت ته پروګرام نه لري
د ملي وحدت حکومت د طبیعي او کاني سرچینو د مدیریت لپاره هیڅ پروګرام نه لري او هر کال سلګونه میلیون دالر د کانونو په لوټ او تالان کې له لاسه ورکوي.
د هېواد په ګوټ ګوټ کې د کانونو ناقانونه کیندنې په پراخه کچه روانې دي، چې بېلابېلې اندېښنې یې رامنځته کړې دي.
د رپوتونو له مخې؛ هره ورځ زرګونه ټنه کاني سرچینې او قیمتې ډبرې ناقانونه ویستل کیږي او بهر ته قاچاقیږي.
د روڼتیاڅار بنسټ څېړونکی ناصر تیموري وایي؛ که څه هم حکومت د کاني او طبیعي سرچینو له لوټ او تلانه ښْه خبر دی؛ خو د مخنیوي لپاره یې څه نه دي کړي.
د نوموړي په وینا؛ مونږ زرګونه معدني او کاني سرچینې لرو، چې له بدخشانه تر هلمنده ، ننګرهاره او تر هراته په ناقانونه بڼه کیندنې روانې دي؛ خو په خواشینۍ، چې ملي وحدت حکومت یې په وړاندې ډاډمن ګام نه دی پورته کړی.
د کانونو ناقانونه استخراج د جګړې اور هم تود ساتلی؛ ځکه ټول وسلوال له دې لارې تمویلیږي. کارپوهان د کانونو استخراج ساده کار نه بولي او وایي، چې په کې سیمه ییز چارواکي همکار دي.
د چارو شنونکی عتیق الله امرخېل وایي، په اوږدو او لویو موترو کې بار پر پاخه سړک روان لیدل کیږي. که سیمه ییز او مرکزي چارواکي په کې لاس ونه لري، لوټماران به یې هیڅکله د قاچاق زړه ونه کړي.
د کانونو او پترولیم وزارت مسوولین هم د کانونو ناقانونه استخراج او قاچاق تائیدوي او وایي، چې ډېر دا ډول موارد په ناامنو ولایتونو کې لیدل کیږي.
د کانونو او پترولیم وزارت د پروژو د تنظیم رییس ذبیح الله سروري وایي، د کورنیو چارو وزارت په مرسته توانیدلي یو، چې د کانونو د ناقانونه استخراج او قاچاق مخه ونیسو؛ خو دا هڅې هم کافي نه دي.
دا په داسې حال کې ده، چې له اداري فساد سره د مبارزې شبکې په خپلې تازه څېړنه کې ویلي؛ په هېواد کې شاوخوا زر کاني ساحې د قاچاق وړونکیو لخوا لوټ کیږي او میلیونونه دالر له دې کبله ضایع شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې له تېرو څه ناڅه دوه نیمو کلونو راهیسې دغه وزارت وزیر نه لري.
خبریاله : لیدا نیازۍ
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ5 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه5 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
نړۍ22 hours ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ