Connect with us

تازه خبرونه

حکمتیار د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته خپله اصلاحي طرحه وړاندې کړه

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د راتلونکیو ټاکنو په اړه بحثونه تاوده شوي او په دې لړ کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي د شنبې په ورځ په یوه ګډه خبري ناسته کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته خپله اصلاحي طرحه وړاندې کړه.

له رایو ورکولو د خلکو نه محرومیدل، سیاسي ګوندونو ته د څارنې د حق ورکړه، د رایه ورکوونکیو د نوملړ برابرول او د امنیت ټینګښت د دې طرحې مهمې برخې دي.

د دې ګوند مشر حکمتیار وایي؛ په اوسنیو شرایطو کې ناشونې ده، چې لنډمهالی حکومت جوړ شي او په ټاکنیزو کمیسیونونو کې بدلونونه راشي.

نوموړي زیاته کړې، چې له خلکو د رایو د حق نه اخیستل، سیاسي ګوندونو ته د څارنې د حق ورکړه، د رایه ورکوونکیو د نوملړ برابرول او د امنیت تامین د دې طرحې مهمې برخې دي.

ښاغلی حکمتیار په ډاګه کړې؛ اړتیا ده، چې په راتلونکیو ټاکنو کې یو، دوه یا درې ګوندونه ټاکنیزو کمپاینونو کې ښکېل شي؛ خو ځینې سیاسي څېرې د ټاکنو د ځنډولو هڅه کوي.

د حزب اسلامي رهبر له ستونزو سره سره د ټاکنو پر ترسره کولو ټینګار کوي. په داسې حال کې، چې دا څرګندونې د ملي وحدت حکومت لپاره د خطر زنګ ګڼل کیږي.

ښاغلی حکمتیار څرګنده کړې، چې ۸۰ سلنه خلک د حکومت له کړنو سره مخالف دي او شل سلنه ملاتړ معنا نه لري.

هغه وایي، ټاکنې دې پخپل وخت تر سره او باید ونه ځنډول شي او ان له هغو څرګندونو دې ډډه وشي، چې ټاکنې له ځنډ سره مخ کوي.   

د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس نجیب الله احمدزی وایي، راتلونکې ټاکنې به په متفاوت ډول تر سره شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس نجیب الله احمدزی وایي، مونږ یو ځل بیا له حکومت او نړیوالې ټولنې غواړو، چې د ټاکنو د تر سره کولو لپاره دې د بودجې په اړه خپلې ژمنې پلې کړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د  مهال وېش له مخې، ټاکل شوې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د راتلونکي لمریز کال د چنګاښ په ۱۶ تر سره شي؛ خو اوس هم د دې ټاکنو د بودجې او امنیت په تړاو وضاحت نه دی ورکړ شوی.

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!