تازه خبرونه
حکمتیار د لنډمهالي حکومت له جوړیدو او د ولسمشرۍ د ټاکنو له ځنډیدو سره مخالفت څرګند کړ
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د لنډ مهاله حکومت د جوړیدو او ولسمشریزو ټاکنو د احتمالي ځنډیددو له طرحې سره مخالفت څرګند کړی دی.
که څه هم ولسمشریزو ټاکنو ته پېنځه میاشتې پاتې دي؛ خو اوس یې د ځنډیدو اوازې ګرمې او په اړه یې بېلابېل غبرګونونه ښکاره شوي دي.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د لنډ مهالي حکومت د جوړیدو او ولسمشریزو ټاکنو د احتمالي ځنډیدو له طرحې سره مخالفت وښود.
هغه ویلي؛ نوره اجازه نه ورکوي، چې د بن ناستې ناورین بیا په هېواد کې تکرار شي.
نوموړي دا هم په ډاګه کړې، چې، سیاسي ګوندونه به ولسمشریزو ټاکنو ته پر یوه مشخص کاندید هوکړه وکړي او د بن ناستې ته به بله ورته هیڅ ناسته د ولسمشریزو ټاکنو ځایناستې نشي.
حکمتیار دا ټینګار هم وړاندې کړی؛ سیاسي مطرحو ګوندونو هوکړه کړې، چې ولسمشریزو ټاکنو ته مشخص کاندید ودروي. په دوی کې د حکمتیار ګوند، د محمد محقق په مشرۍ د حزب وحدت مردم ګوند، د کریم خلیلي په مشرۍ د حزب وحدت اسلامي ګوند، جنبش ملي اسلامي ګوند، محاذ ملي، افغان ملت او نور ګوندونه شامل دي.
د حزب اسلامي مشر گلبدین حکمتیار وایي: یو شمېر ګټورو ګوندونو هوکړه کړې؛ راتلونکیو ټاکنو ته به داسې همغږي شي، چې ټول کورنيان او بهرنیان د خپلو معقولو غوښتنو او پوښتنو منلو ته اړ ټینګار هم پرې وکړي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي، چې تر دې دمه د ولسمشریزو ټاکنو لپاره پر یوه جامع او هر اړخیز مهالوېش هوکړه نده رامنځته شوې.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ویاند مرستیال میرزا محمد حقپرست وایي؛ ټاکل شوې وه، چې په روانه اوونۍ کې د ولسمشریزو ټاکنو مهالوېش اعلام شي؛ خو اوس هم نه یوازې د یوه هر اړخیز مهالوېش پر سر له بېلابېلو اړخونو سره خبرې روانې دي، بلکې د یادو ټاکنو د بودجې چمتو کولو لپاره مو هم هڅې ګړندۍ کړې دي.
که څه هم حکومت او د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي، چې د ټاکنو په تر سره کیدو کې هیڅ ځنډ نه مني؛ خو په وروستیو کې امریکایي ورځپاڼې وال ستریت ژورنال ویلي، واشنګتن هڅه کوي، چې د سولې خبرو ته د طالبانو د حاضرولو په موخه د ولسمشرۍ ټاکنې وځنډوي.
خبریال: شاهپور فرهمند
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ5 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه5 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
نړۍ1 day ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ