تازه خبرونه
جیمز ګرګتون: د افغانستان اقتصادي ستونزې به اوارې کړي
افغانستان د سیمې له هېوادونو سره د اقتصادي همکاریو د زیاتولو له پاره هڅې پیل کړې. د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، افغانستان کولای شي د سیمې په هېوادونو کې کلیدي اقتصادي رول ولري.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له منځنۍ اسیا او ګاونډیو هېوادونو سره د اقتصادي او سیاسي همکاریو د را جلبولو له پاره نن غونډه رابللې وه.
افغانستان اوس هم له سيمې او ګاونډیو هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ دي. د امریکا د شرق او غرب انسټیټوټ عملیاتي مدیر جیمز ګرګتون وایي، د افغانستان اقتصادي ستونزې به اوارې کړي.
د امریکا د شرق او غرب انسټیټوټ عملیاتي مدیر جیمز ګرګتون وايي:
((د پام وړ پرمختګونه نه دي شوي. زما په اند له خبرو وروسته مو ولیدل چې تر ټولو لویه ستونز د اړیکو او د باور رامنځته کول دي چې دا کار د سیمې په کچه ستونزمن دی.))
په همدې حال کې د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، افغانستان اقتصادي پروژو کې فعاله ونډه لري.
د سوداګریو او صنایعو خونې اجرايوي رییس عتیق الله نصرت وايي:
((د سیمې هېوادونه د مرستو د دوام له پاره د چاپېریال ښه والي ته اړتیا لري او د سیمه ییزو بازارونو د نښلولو په برخه کې افغانستان فعال رول لوبولی شي.))
له دې سره سم د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی له پاکستان سره د افغانستان د سیاسي اړیکو خرابوالی د اقتصادي ستونزو د رامنځته کولو لامل ګڼي.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت الله خلیل کرزی وايي:
((له بده مرغه په دې اړه له پاکستان سره دوه اړخیزه اړیکې زمونږ پر سیاسي اړیکو په ځانګړې توګه په اقتصادي اړیکو منفي اغېزې کړې دي.))
دا په داسې حال کې ده چې د ټاپي پروژې کار به د ډسمبر په میاشت کې پیل شي. د تېرو څوارلسو کلونو په تېرېدو سره تر اوسه هم نړیوال وایي چې دغه هېواد له ګاونډیو هېوادونو سره په اقتصادي اړیکو کې د ستونزو د شته والي له کبله د اقتصاد په برخه کې د پام وړ پرمختګ نه دی کړی.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ5 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه5 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
نړۍ23 hours ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ