Connect with us

تازه خبرونه

جان کري: د موازي حکومت د جوړولو په اړه د خبرونو خپرېدو اندېښمن کړی یم

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

Kerry

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کري خبرداری ورکړی چې؛ په افغانستان کې د قدرت د ترلاسه کولو لپاره د قانون له چوکاټه وتلی هر راز اقدام به له افغانستان سره د نړېوالو مرستو په زیان تمام شي.
د افغانستان د لانجمنو دویم پړاو ولسمشریزو ټاکنو د ابتدایي پایلو له اعلان وروسته د نړیوالو غبرګونونو په لړ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړی، چې د قدرت د ترلاسه کولو لپاره له قانون څخه پورته حرکتونه به له افغانستان سره د امریکا او نړۍ مرستې بندې کړي.
په کابل کې د امریکا د سفارت لخوا په خپره شوې اعلامیه کې دغه ټکي ته اشاره شوې ده.
په افغانستان کې د قدرت د ترلاسه کولو لپاره د قانون له چوکاټه وتلی هر راز اقدام به له افغانستان سره د نړېوالو مرستو په زیان تمام شي.
په یوه بیان کې، چې د سې شنبې په ورځ د (چنګاښ ۱۷) خپور شو، ښاغلي کري ویلي دي چې په افغانستان کې د یوه موازي حکومت د جوړولو په اړه د خبرونو خپرېدو سخت اندېښمن کړی.
زه په افغانستان کې د لاریونونو په باب خبر یم، د موازي حکومت د جوړښت اوازې زمونږ د اندېښنې وړ مسئله ده. د افغانستان د انتخاباتو مسئول کمیسیونونه به د درغلیو او ګډوډیو په اړه دقیقې څېړنې وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې جین ساکي ويلي، چې د افغانستان په ټاکنو کې د زیاتو درغلیو تورونه موجود دي، چې باید په دقیقه توګه وڅېړل شي.
هغه زیاتوي فکر کوم، چې د افغانستان په ټاکنو کې د تقلب زیات تورونه موجود دی. دغه تقلب او درغلۍ داسې نه دي څېړل شوي، چې قناعت حاصل کړي. د ټاکنو خپلواک کمیسیونونه د ملګرو ملتونو په همکارۍ به خپلو څېړنو ته دوام ورکړي.
له بلې خوا د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا څانګړی استازی جیمز دابنز وایي، چې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د ابتدایي پایلو اعلان ورته د مایوسۍ وړ و.
ده ویلي، چې کمیسیون باید د کاندیدانو په خوښه د ټاکنو پایلې اعلان کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اصلاحاتو او همګرایۍ د ټیم د مخالفتونو سره سره د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټاکنو ابتدایي پایلې اعلان کړي.

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!