Connect with us

تازه خبرونه

ترهگري او افراطیت په زیاتېدونکي ډول د سیمې امنیت او ثبات گواښي- حامد کرزی

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2014-09-09-20h45m47s104

افغان ولسمشر حامد کرزی وایي، ترهگري او افراطیت په زیاتېدونکي ډول د سیمې امنیت او ثبات گواښي.

نوموړي نن غرمه(د وږيِ۲۱) د شانگهای سازمان په څوارلسمه ناسته کې د خبرو پر مهال ټینگار وکړ،  چې د تروریزم او افراطیت ریښې او پناه ځایونه د افغانستان له پولو بهر دي او له دغو پدیدو څخه په بهرني سیاست کې د یوې آلې په توگه استفاده د هیچا په گټه نه ده او  نه شي کولی اوږدمهاله گټې تامین کړي.

د شانگهای سازمان څوارلسمه دوه ورځنۍ سرمشریزه د پنجشنبې په ورځ د تاجکستان په پلازمينه  دوشنبه کې پیل شوه.

افغان ولسمشر حامد کرزی وایي:

په سیمه ییزه کچه د سولې او ثبات پراختیا ته د افغانستان ژمنه همداسې پیاوړې پاتې ده او مونږ چمتو یو، چې د شانگهای سازمان له ټولو غړیو اود دغه سازمان د ترهگرۍ ضد جوړښتونو سره بشپړه همکاري وکړو. 

ولسمشر کرزي په خپله وینا کې تروریزم او افراطیت ټولې سیمې ته گډ گواښ وباله او د دغو پدیدو پر وړاندې یې د گدې مبارزې پر سر تینگار وکړ.

افغان ولسمشر حامد کرزی زیاته کړې، چې:

زه وړاندیز کوم، چې شانگهای  او سارک سازمانونه په خپلو کې لاسونه ورکړي او د تروریزم او افراطیت په وړاندې گډه مبارزه وکړي.

ولسمشر حامد کرزي سولې او امنیت ته رسېدل د افغانستان د خلکو ستر آرمان وباله او ټینگار یې وکړ، چې په افغانستان کې د سولې ټینگښت نه یوازې د افغانستان د امنیت په گټه دی، بلکې د ټولې سیمې گټې تامینوي.

هغه وویل، په افغانستان کې د سولې د پروسې بریالیتوب د دغه هېواد  د گاونډ او متحدینو له ملاتړ سره تړلی.

افغان ولسمشر حامد کرزي په ډاگکړه، چې:

زه له خپلو سیمه ییزو دوستانو او نړیوالو همکارانو غواړم، چې په اغېزمن او عملي ډول د سولې د بهیر د پیل لپاره زمونږ له هڅو ملاتړ وکړي.

ولسمشر کرزي په ټولو برخو کې د شانگهای سازمان د غړیو هېوادونو تر منځ همکاري مهمه وبلله او ټینگار یې وکړ، چې افغانستان د سیمې د هېوادونو تر منځ د زیاتو سوداگریزو او اقتصادي همکاریو غوښتنه لري.

هغه همدا راز وویل، چې هیله من یو د افغانستان د ټاکنو نتیجه ژر اعلام شي او د نوي افغان ولسمشر د لوړې مراسمو ته منتظر یو.

 د شانگهای د همکارۍ په سازمان کې دایمي غړي روسیه، چین، قزاقستان، تاجکستان، ازبکستان او قرغزستان دي او افغانستان له ایران، پاکستان، هند او منگولیا سره د ناظرو غړیو حیثیت لري.

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!