Connect with us

تازه خبرونه

ایران له افغانستان سره د اوبو لانجه بیا راپورته کړه

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ايران د بهرنيو چارو وزير له ايران (درې) تلويزيوني شبکې سره په خبرو کې څرګنده کړې، چې مونږ غواړو له افغانستان سره د اوبو د ستونزې اوارولو ته له هرې ممکنې وسیلې کار واخلو .

د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف ويلي، له افغان لوري سره د هلمند سیند د اوبو پر سر خبرې اترې روانې دي.

ښاغلي ظريف د خبريال د دې پوښتنې په ځواب کې، چې آيا ايران د هلمند سيند د حقابې په تړاو پر افغانستان فشار نشي راوستى؟ وويل، ايران دا وړتيا لري؛ خو د حکومت تگلاره يې دا نده.

هغه زیاته کړې، چې مونږ له افغانستان سره په ډېرو برخو کې راکړه ورکړه لرو؛ سرحدي اړيکې، افغان کډوال، د نشه يې توکو موضوع او سوداگري یې ځانګړې بېلګې دي.  

هغه د هلمند سيند د حقابې پر سر په ١٩٧٣م کال کې د دواړو هېوادونو تر منځ لاسليک شوي تړون ته هم اشاره کړې؛ خو وایي، چې د ايران حقابه په منظمه توگه نه ده ترلاسه شوې او د دغې هوکړې د عملي کیدو غوښتونکي يو.

ښاغلى ظريف دا هم ویلي؛ د افغانستان او ايران ترمنځ دوه کاله وړاندې د زدکړو، اقتصاد، امنيت، اوبو او له پولې سره د تړلو مسايلو په تړاو د همکارۍ کډه کميته هم جوړه شوې او هيله ده، چې له افغانستان سره د هلمند او هريرود د سيندونو حقابې موضوع هم حل شي.

ایراني چارواکي په افغانستان کې پر هلمند سیند د برښنا بندونو جوړیدل د اوبو د کموالي اصلي لامل بولي او ټینګار کوي، چې سیستان ولایت له تېرو دوه کلونو راهیسې د اوبو له سخت کمښت سره مخ دی.

افغان حکومت یوازې د هلمند سيند تړون ته ژمنتیا ښودلې او څرګنده شوې، چې د هریرود په اړه تر دې دمه کوم تړون نشته.

هلمند سيند د افغانستان په لویدیځ کې د بابا غره له لوړو سرچینه اخلي او ۱۱ سوه کیلومتره بهیدلو وروسته د ایران او افغانستان ترمنځ ګډ خلیج هامون ته تویېږي.

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!